طالبانو په ننګرهار کې د کرکټ یوه اکاډمي تړلې

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې طالبانو د ننګرهار په مرکز جلال اباد ښار کې د «ننګرهار کرکټ اکاډمي» په نامه د کرکټ یو پخوانی روزنځای (اکاډمي) تړلې ده.

د یادې اکاډمۍ یو مسوول او د کرکټ د نویو لوبغاړو روزنکي تاج ملوک عالم نن (سې شنبه، ۴ د لېندۍ) په خپله فیسبوک پاڼه لیکلي، چې د نامعلومو دلایلو له مخې د یادې اکاډمۍ د تړلو او تخلیي امر شوی او دغه راز طالبانو د نوموړي ورور او د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې لوبغاړی افتاب عالم هم د څو ساعتونو لپاره په لومړۍ حوزه کې زنداني کړی و.

د هغه په خبره دې اکاډمي له تېرو ١٧ کلونو راهیسې د ننګرهار کمپوټر ساینس پوهنځي په انګړ کې  فعالیت درلوده او پکې د افغانستان د کرکټ ملي لوبډلې پخوانیو لوبغاړو خپل تمرینات ترسره کول او دغه راز اوسمهال پکې لسګونو نویو ځوانانو ته د کرکټ په برخه کې روزنه ورکول کېده.

د یادې اکاډمۍ یو بل روزونکي او د کرکټ د ملي لوبډلې لوبغاړي افتاب عالم هم د اکاډمۍ په تړل کېدو اندېښنه ښودلې او دا یې د کورني کرکټ د پرمختګ پر وړاندې لویه ضربه ګڼلې.

هغه له لوبغاړو غوښتنه کړې چې تر بلې خبرتیا دې پورې اګاډمۍ ته نه راځي.

د طالبانو دې پرېکړې په ټولنېزو رسنیو کې د خلکو توند غبرګونونه راپارولي دي او د یادې اکاډمۍ د بېرته ژر خلاصېدو غوښتنه یې کړې ده.

طالبانو تراوسه په دې اړه په رسمي ډول رسنیو ته څه نه دي ویلي.

له دې وړاندې طالبانو د ننګرهار  مومندرې ولسوالۍ په «ډکې» سیمه کې هم د کرکټ پر لوبه بندیز لګولی و.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه