د ژویو پر انځورونو بندیز؛ په پکتیا کې د ملي ټلویزون خپرونې بندې شوې

د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې په پکتیا کې د طالبانو د ځایي مسوولینو تر امر وروسته په دې ولایت کې د ملي ټلویزون پر ژوندیو خپرونو بندیز لګېدلی دی.

دې مرکز نن (یکشنبه، ۲ د لیندۍ) د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي چې پکتیا درویشتم ولایت دی چې هلته د طالبانو له لوري د انځور پر خپرولو بندیز لګېږي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز د یوې ځایي سرچینې له قوله لیکلي چې په پکتیا کې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور ریاست د دې ډلې د والي له دفتر سره په همغږۍ د ملي ټلویزون ولایتي کارکوونکو ته د دې ټلویزون پر فعالیت بندیز اعلان کړی او د ټلویزون د ماهیت په بدلېدو سره به په راډیو واوړي.

دې مرکز ویلي چې د طالبانو له سیمه‌ییزو مسوولینو همدا راز غوښتنه شوې چې له رسنیو سره له انځوریزې مرکې ډډه وکړي او پر ځای یې خپل راپورونه په غږیزه او لیکلې بڼه خپاره کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز ویلي چې د دې بندیز له امله په ټولنیزو رسنیو کې د باختر اژانس انځوریز کارونه او همدا راز چاپي خپرونې او سیمه‌ییزې راډیوګانې لکه «نن، ژوند، هوا، پټان غږ او څمکنۍ غږ» هم اغېزمن شوي دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز په پکتیا کې د طالبانو له لوري د ژوندیو انځورونو پر خپرېدو بندیز غنلی دی.

دې مرکز ویلي چې دې پرېکړي د انځورونو خپرول په جدي ډول محدود کړي او اطلاعاتو ته د خلګو لاسرسی چې له پخوا محدود و، نور هم کم شوی دی.

طالبانو په خپل امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون کې د ژوندیو شیانو د انځور خپرول منع کړي دي.

وړاندې د دې ډلې چارواکو ویلي و چې دا دستور به په تدریجي توګه عملي کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه