اندرابي: له طالبانو سره د خبرو پر مهال منځګړو د پاکستان دریځ تایید کړی دی

Photo: Geo News

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند طاهر اندرابي وايي چې د ترکیې په استانبول کې له طالبانو سره د درېیم پړاو مذاکراتو پر مهال پاکستاني پلاوي د هیوادونو تر پولو د خپرېدونکي تروریزم د مخنیوي په موخه پر شواهدو ولاړې او منطقي غوښتنې منځګړو ته وړاندې کړې دي.

د جیو نیوز د راپور له مخې، نوموړي نن (جمعه، د لړم ۱۶مه) په یوه خبري ناسته کې وویل چې منځګړو د دې هیواد د پلاوي له لوري د وړاندې شویو شواهدو له مخې سم بللی او «له نړیوالو اصولو او قوانینو سره سم» یې بشپړ تایید کړی دی.

هغه زیاته کړې چې منځګړي د پاکستان غوښتنې له طالب پلاوي سره پړاو په پړاو ارزوي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویاند وویل: «هر ډول نور اټکلونه چې په ټولنیزو رسنیو، په ځانګړي ډول د افغان کاروونکو له خوا خپرېږي، یا صرف اټکلونه دي یا د غلطو معلوماتو قصدي خپرونه ده.»

د طالبانو او پاکستان تر منځ د خبرو درېیم پړاو د قطر او ترکیې په منځګړیتوب پرون په استانبول کې پیل شو.

ویل کېږي، د دواړو لورو تر منځ یو له مهمو اختلافونو څخه په افغانستان کې د تحریک طالبان پاکستان (TTP) د غړو حضور او له افغانستانه د هغوی د استفادې ادعا ده.

پاکستان ادعا کوي چې د تحریک طالبان پاکستان مشران او غړي په افغانستان کې شته او له دې خاورې څخه د پاکستان پر ضد بریدونه طرحه او ترسره کوي.

د پاکستاني چارواکو د څرګندونو له مخې، د دې هېواد پلاوي له طالبانو سره په خبرو کې له هغوی د دې ضمانت غوښتنه کړې چې د افغانستان خاوره به د پاکستان پر ضد نه کارېږي.

خو طالبان وايي چې دوی د تحریک طالبان پاکستان استازیتوب نشي کولای او دا د پاکستان داخلي موضوع ده.

طالبانو او پاکستان د یوې اونۍ تر خونړیو نښتو ووسته د قطر او ترکیې په منځګړیتوب خبرې پیل کړې.

په دوحه کې د خبرو په لومړي پړاو کې دواړو لورو د سمدستي اوربند او د خبرو د دوام پرېکړه وکړه، خو دوهم پړاو چې په استانبول کې ترسره شو او نږدې یوه اوونۍ یې دوام وکړ، بې له کوم پرمختګه پای ته ورسېد.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه