په کندهار کې د پاکستاني پوله ساتو په ډزو کې شپږ تنه وژل شوي او لسګونه نور ژوبل دي

سرچینې وايي چې د کندهار د سپین بولدک ولسوالۍ په «مازل ګلۍ» او «لقمان» کلي کې د طالبانو او پاکستاني امنیتي ځواکونو تر منځ لنډه نښته شوې چې له امله یې شپږ تنه وژل شوي او ۲۳ نور ژوبل دي.

سرچینو د نوم نه ښودلو په شرط ویلي چې دا نښته نن (پنجشنبه، ۱۵ د لړم) د ماځیګر له څه کم پنځو بجو راهیسي پیل شوې وه او تر یو څه وخته یې دوام وکړ او دواړو لورو پکې سپکې او درنې وسلې وکارولې.

سرچینې ویلي چې په سپین بولدک ولسوالۍ کې وېش بازار ته نژدې پر یوه کور د پاکستاني ځواکونو د برید له امله د «خان» په نوم یو ځوان او د هغه د کورنۍ څلور ښځې وژل شوې.

سرچینې همدا راز ویلي چې یوه بله ښځه په «وردګ» کلي کې وژل شوې او څلور نور کسان زخمیان دي.

په ورته وخت کې په سپین بولدک کې د طالبانو یوه امنیتي سرچینه وایي چې د جګړې له سیمې د خلګو د تېښتې پر مهال په ټیلو کې ۱۹ نور کسان ژوبل شوي.

بل لور ته د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد هم د کندهار پر سپین بولدک ولسوالۍ د پاکستان بریدونه تایید کړي او ویلي یې دې چې دې ډلې د مذاکراتي پلاوي د درناوي او ملکي تلفاتو د مخنیوي په خاطر هیڅ ډول غبرګون نه دی ښوولی.

تر دې وړاندې اطلاعات روز ته داسې راپورونه رسېدلي وو چې په دې پېښه کې یوازې دوه کسان وژل شوي او په سپین بولدک ولسوالۍ کې طالب چارواکو هم د یوې ښځې او یوه نارینه وژنه تایید کړې وه.

دا نښته او مرګ ژوبله په داسي حال کې پېښېږي چې اوس مهال د طالبانو او پاکستان پلاوي د درېیم پړاو خبرو لپاره د ترکیې په استانبول کې د اوربند او نورو مسایلو پر سر په خبرو بوخت دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه