په بلخ او سمنګان کې زلزله؛ یوولس کسان مړه او ۲۹۰ ټپیان دي

اطلاعات روز: په بلخ او سمنګان کې د تېرې شپې زورورې زلزلې له امله ۱۱ کسان مړه او ۲۹۰ تنه ټپیان شوي دي.

په بلخ ولایت کې د طالبانو روغتیايي چارواکي وايي، چې د تېرې شپې زلزلې له امله دغلته لږ تر لږه څلور کسان مړه او ۱۲۰ نور ټپیان شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د عامې روغتیا ریاست ویاند کمال ځدراڼ نن سهار (دوشنبه، ۱۲ د لړم) ویلي، چې د تېرې شپې له زلزلې راهیسې، د بلخ ولایت د ابو علي سینا روغتون ته څلور جسدونه لیږدول شوي دي.

د ده په وینا، د مزارشریف ښار ۱۲۰ تنه اوسېدونکي ټپیان په روغتون کې بستر شوي دي.

په سمنګان کې هم د تېرې شپې زلزلې له امله اووه کسان مړه او ۱۷۰ ټپیان شوي دي.

تر اوسه پورې، په بلخ او سمنګان کې د زلزلې له امله د تلفاتو ټولټال شمېر ۱۱ کسان مړه او ۲۹۰ ټپیان اعلان شوي دي.

تېره شپه د شپې په نیمایي کې د ریښتر په کچه ۶.۳ زلزلې د افغانستان د شمال سمنگان ولايت ولړزاوه. د امريکا د زلزله‌سنجۍ مرکز د معلوماتو له مخې، د دې زلزلې ژورتيا د ځمکې سطحې ته نږدې وه، چې له امله یې سمنگان او بلخ ولايتونو کې ځاني او مالي زيانونه اړولي دي. د تلفاتو کره شمیرې تر دې دمه نه اعلان شوي او ښایي زیات شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه