یوناما: په نړۍ کې د افغانستان د مشروعیت لپاره په ټولو برخو کې د ښځو ګډون مهم دی

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د مرستندوی پلاوي (یوناما) دفتر ویلي چې «د افغانستان د ثبات، نېکمرغي او په نړیواله کچه د مشروعیت لپاره» د سیاسي خبرو-اترو او د بشري ستونزو د ځوابولو په شمول د ژوند په ټولو برخو کې د ښځو معنادار ګډون مهم دی.

یوناما نن (پنجشنبه، ۸ د لړم) د سولې، امنیت او ښځو په تړاو د امنیت شورا د «۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک» د تصویب د پنځه ویشتمې کلیزې په مناسبت له طالبانو غوښتي چې د بین المللي قوانینو په تړاو د افغانستان ژمنې رعایت کړي او «په ټولو سیاسي او اقتصادي برخو کې د ښځو بشپړ ګډون ته بیرته [اجازه] ورکړي.»

د یوناما سیاسي مرستیالې او سرپرستې جورجت ګانیون ویلي: «په افغانستان کې د ۱۳۲۵ پرېکړه‌لیک اصول تر بل هر وخت زیات اړوند ښکاري. افغان ښځو له زیات وخت راهیسې د شدیدو بندیزونو په وړاندې استقامت کړی او خپله رهبري او فوق العاده زړورتیا یې څرګنده کړې.»

دې ویلي: «افغان ښځې په پر له پسې توګه د شخړو له نامناسبو اغېزو او همدا راز په پراخه توګه د خپلو بنسټیزو حقونو له تروړلو سره مخ دي.»

اغلې ګانیون ټینګار کړی: «له دې ننګونو سره-سره افغان ښځو د خپلو کورنیو لپاره د مالي سرچینو د برابرولو لپاره د ټولنې رهبرۍ، د بشري مرستو رسون، د ماشومانو زده کړو او په محلي کچه د شخړو حل ته راوړاندې شوې دي او په کورنیو، ټولنو او خپل هیواد کې یې د ښه راتلونکې هیلې ژوندۍ ساتلې دي.»

طالبانو په افغانستان کې واک ته تر بیا ځلې رسېدو وروسته په ټولنه کې د ښځو پر حضور او فعالیت پراخ محدودیتونه وضع کړي دي.

دې ډلې همدا راز تر شپږم ټولګي د پورته نجونو پر زده کړو بندیز لګولی او همدا راز یې د ښځو کار منع کړی دی او حتا په بشرپالو فعالیتونو کې ورته د ګډون اجازه نه ورکوي او نه هم ورته په طبي برخه کې د زده کړو کولو اجازه شته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه