نړیوال بانک: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې مالي زیانونه ۱۸۳ میلیونه اټکل شوي

نړیوال بانک اعلان کړی چې د اګست پر ۳۱ چې د افغانستان ختیځ کومې شپږ درجې زلزلې ولړزاوه، له امله یې ودانیو او بنسټونو ته د ۱۸۳ میلیون ډالرو مستقیم زیان اوښتی دی.

دې بنسټ ویلي چې دا ارزونه «له لیرې د چټک اټکل» د روش له مخې شوې او بنسټ یې هغه موډل دی چې فزیکي شتمینو ته د مستقیمو اقتصادي زیانونو پر اوښتلو تمرکز لري.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې مستقیم اقتصادي زیانونه ۱۸۳ میلیون ډالر – چې د ۲۰۲۳ مالي کال پر مهال د افغانستان د داخلي ناخالص تولید تر یوې سلنې له زیاتې برخې سره برابرېږي – اټکل شوي.

۹۷ سلنه زیانونه په کونړ او ننګرهار ولایتونو کې پېښ شول. په دې دوو ولایتونو کې تخمیني زیانونه په ترتیب سره ۱۳۴.۷ میلیون ډالر او ۴۲.۶ میلیون ډالره اټکل شوي.

د نړیوال بانک په وینا، تر ټولو زیات زیان مېشتځایونو ته اوښتی (د ټولو زیانونو شاوخوا ۳۵ سلنه) او تر دې وروسته د کرهڼې تاسیسات او غیر مسکوني ځایونه دي.

په دې راپور کې ویل شوي چې د زلزلې په سیمه کې ډېری کورونه د ډبرو، خاورې او درنو چتونو له امله ډېر اسیب پذیره وو.

نړیوال بانک ویلي چې له دې امله د روغتیا او زده کړې برخې هم اغېزمنې شوې دي او په دې سیمو کې ضروري خدمات مختل شوي دي.

په افغانستان کې د نړیوال بانک مدیر فاریس حداد زرووس ویلي: «نړیوال بانک په شرقي ولایتونو کې تر سختې زلزلې وروسته د افغانستان له خلګو سره خواخوږي څرګندوي. زموږ لومړیتوب دادی چې له شریکانو سره مو د بېړني غبرګون او د ټولنې د بیرته پر پښو درولو په برخه کې مرسته وکړو.»

نړیوال بانک همدا راز ویلي چې تر زلزلې څو ورځې وروسته دې بنسټ د ځپل شویو سیمو د بېړني ملاتړ لپاره ۱۵ میلیون ډالر ځانګړي کړي وو.

دې مرګونې زلزلې د اګست په وروستیو کې د کونړ او ننګرهار په شمول د افغانستان ختیځ ولایتونه ولړزول.

دې پېښې د دوو زرو تنو ژوند واخیست او له ۱۹۸۸ کال راهیسې په افغانستان کې تر ټولو ویجاړوونکې زلزله وګڼل شوه.

د نړیوال بانک په راپور کې ویل شوي چې دې زلزلې شاوخوا له ۵۰۰ زرو څخه بیا تر ۱.۳ میلیون تنو پورې سخت اغېزمن کړل.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه