روغتیا وزارت: افغانان باید پر خپلو روغتیاپالانو باور ولري

اطلاعات روز: د افغانستان عامې روغتیا وزارت دوه ورځې وړاندې په کور دننه د ولسمشر محمداشرف غني د عملیاتو ته په نغوته وایي، چې افغانان باید پر خپلو ډاکټرانو باور ولري.

د عامې روغتیا چارسمبالي ډاکټر وحید مجروح دغه څرګندونې نن (پنجشنبه، ۱۹ د وري) کابل کې د روغتیا نړیوالې ورځې نمانځنې په مراسمو کې وکړې او زیاته یې کړه، د ولسمشر بریالي عملیات د افغان ډاکټرانو وړتیا ښیي.

د روغتیا وزارت پر فیسبوکپاڼې یوې خپرې شوې اعلامیه کې راغلي: «د عامې روغتیا سرپرست وزیر په افغان ډاکټرانو د ولسمشر اعتماد وستایه، چې دوه ورځې وړاندې یې د کابل په یوه روغتون کې د پروسټاټ بریالی عملیات ترسره شو او وې ویل، د هېواد د ولسمشر بریالي عملیات ترسره کول د افغان ډاکټرانو وړتیا ښیي او خلک باید پر خپلو ډاکترانو باور وکړي.»

ښاغلي مجروح دغه راز ویلي، چې د هېواد روغتیا سکتور په خورا سختو ورځو او شرایطو، په ځانګړي توګه د کرونا کړکېچ په اوج کې خلکو ته ثابته کړه، چې دوی کولی شي معیاري روغتیايي خدمتونه وړاندې او د خپلو خلکو درملنه وکړي.

اعلامیه وایي، ډاکټر مجروح افغان ډاکټران د افغانستان د روغتیا سکتور شتمني وبلله او په ټولو دولتي ادارو، مدني ټولنو، رسنیو او د هېواد له اوسېدونکو یې وغوښتل چې پر خپلو ډاکټرانو باور وکړي.

اعلامیه وایي: «هغه همدارنګه ټینګار وکړ چې د عامې روغتیا وزارت د روغتیایي خدمتونو وړاندې کولو ته وده ورکولو لپاره لوی پروګرامونه تر لاس لاندې لري، چې دغه پروګرامونه د جمهوري ریاست د عالي مقام په ملاتړ پلان شوي دي.»

له بلې خوا، د عامې روغتیا وزارت د پلان او پالیسۍ مرستیال ډاکټر بشیر نورمل روغتیایي خدمتونو ته د خلکو لاسرسي د زیاتولو لپاره د وزارت پر هڅو ټینګار وکړ او څرګنده یې کړه چې د عامې روغتیا ټولیز پوښښ د وزارت لومړیتوب دی.

د اعلامیې له مخې ډاکټر نورمل ویلي: «له نېکه مرغه، د افغان ډاکټرانو وړتیا لوړه شوې او د افغانستان طبي سیستم مخ پر ودې روان دی.»

په ورته وخت کې د هېواد د طبي شورا مشرې ډاکټر نسرین اوریاخیل، په دې ناسته کې ویلي، چې پر افغان روغتیاپالانو د خلکو باور کولی شي چې په بهر کې د زیاتو پیسو د لګښت مخه ونیسي. دې ویلي چې ټول چارواکي او مسوول ارګانونه باید په دې برخه کې له عامې روغتیا وزارت سره همکاري وکړي.

د روغتیا وزارت اعلامیه دغه راز وایي، چې په په دې غونډ کې افغانستان کې د روغتیا نړیوال سازمان استازي ډاکټر ډیویډ لای په ټولیز روغتیایي پوښښ باندې ټینګار وکړ او ویې ویل چې د روغتیا نړیوال سازمان په دې برخه کې د عامې روغتیا وزارت سره همکار دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه