پر پاکستاني ځواکونو د طالبانو بریدونه؛ مجاهد: د پاکستان ۵۸ نظامیان وژل شوي او ۳۰ ټپیان دي

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد ادعا کوي، چې تېره شپه د دې ډلې ځواکونو د افغانستان د حریم د نقض په غبرګون کې د پاکستاني ځواکونو پر پوستو «نظامي عملیات» ترسره کړل، چې په ترڅ کې یې د دغه هیواد ۵۸ نظامیان وژل شوي او شاوخوا ۳۰ تنه نور ټپیان شوي دي. خو پاکستان بیا وایي، چې د طالبانو یادو بریدونو ته یې سخت ځواب ورکړی دی.

مجاهد زیاتوي، چې طالب ځواکونو دغه راز د پاکستاني پوځیانو د ۲۰ څخه زیاتې پوستې هم تر خپل کنټرول راوستي او وسلې او مهمات هم نیول شوي دي.

د طالبانو د ویاند په وینا، چې د دوی (طالبان) له لوري تر اوسه پورې نهه تنه وژل شوي او شاوخوا له ۱۶ تر ۱۸ پورې نور ژوبل شوي دي.

د ذبیح الله مجاهد د څرګندونو له مخې، چې په نیمه شپه کې یې د قطر او سعودي د غوښتنو پر اساس جګړه درولې، خو په خبره یې چې نن سهار بیا هم د پاکستان له لوري د دوی پر پوستو بریدونه شوي دي.

دغه راز د طالبانو دفاع وزارت بیا ویلي، چې د پاکستان پر وړاندې د دې ډلې «بریدونه» تیره شپه (شنبه، ۱۹ د تلې) شاوخوا ۱۲:۰۰ بجې پای ته رسیدلي دي.

د طالبانو دفاع وزارت وايي، چې دوی «د پاکستان د پوځ له لوري په مکرر ډول د افغانستان د حریم د نقضولو او د افغانستان په خاوره د هوایي برید په ځواب کي د ډیورنډ کرښي په اوږدو کي د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مراکزو انتقامي عملیات» ترسره کړي دي.

دې وزارت په یوې خپره کړې اعلامیه کې ویلي، چې دا بریدونه «د ډیورنډ فرضي کرښې په اوږدو کې د پاکستاني امنیتي ځواکونو په مراکزو» ترسره شوي او «بریالي» وو.

د طالبانو دفاع وزارت ټینګار کړی چې که پاکستان بیا د افغانستان حریم څخه سرغړونه وکړي، نو دوی به کلک ځواب ورکړي.

بلخوا پاکستانۍ رسنۍ جیو نیوز د امنیتي سرچینو په حواله ادعا کړې، چې د شنبې په لومړیو کې د پاکستان پوځ وروسته له هغه چټک غبرګون وښود، چې د طالبانو ځواکونو د کرښې له څو خواوو ډزې وکړې. راپور کې راغلي چې پاکستاني پوځیانو د طالبانو څو پوستې له‌منځه وړي، ۱۹ پوستې یې نیولي او د طالبانو ځواکونو ته یې درانه تلفات اړولي دي.‏

سرچینو جیو نیوز ته ویلي، چې د طالبانو ځواکونو د فرضي کرښې په څو سیمو، لکه انګور اډه، باجوړ او کورمه کې بې‌دلیله ډزې وکړې، ‏په داسې حال کې چې په دیر، چترال، بهرامچه او نورو سیمو کې هم د بریدونو راپورونه ورکړل شوي دي.‏

جیون نیوز د خپلو سرچینو په حواله لیکلي، چې د افغانستان د ځواکونو د ډزو موخه دا وه چې د «خوارجو» ډلو ته د کرښې له لارې اجازه ورکړي چې پاکستان ته داخلی شي.

د پاکستان دولتي رسنۍ «پي‌ټي‌وي» هم نن سهار راپور ورکړی چې د پاکستان پوځ د طالبانو برید ته پراخ پوځي غبرګون ښودلی او د دې ډلې برید ته یې کلک ځواب ورکړی دی.‏

د دې رسنۍ د راپور له مخې، پاکستان په بریالیتوب سره د طالبانو د ځواکونو پر قرارګاه، چې د منوجه په کمپ کې موقعیت لري، برید کړی دی.‏

د پاکستان دولتي تلویزیون راپور ورکړی، چې امنیتي سرچینو خبر ورکړی چې په منوجه کمپ کې لسګونه طالب سرتیري او بهرنيان وژل شوي دي.

دې رسنۍ ایکس کې د هوایی برید انځورونه هم خپاره کړي دي.

دا ترینګلتیا وروسته له هغه رامنځته شوې چې پاکستان پر کابل او پکتیکا ولایت هوایي بریدونه وکړل. پاکستان تر اوسه د دې بریدونو رسمي مسوولیت نه دی منلی، خو د طالبانو دفاع وزارت دغه هیواد مسوول بللی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه