اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین وایي، ملي امنیت د دې ولایت پچیراګام ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې نوی مسوول ژوندی نیولی دی.
د ننګرهار د والي ویاند عطاالله خوږیاڼي نن (پنجشنبه، ۱۹ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، د ملي امنیت اړوند «۰۲قعطې» ځواکونو تیره شپه د پچیراګام ولسوالۍ کې د شپنیو عملیاتو پرمهال د یادې ولسوالۍ لپاره د داعش ډلې نوی مسوول او د هدفي وژنو ډلې پلان جوړوونکی شاه محمود له د دوو نورو شکمنو کسانو سره یو ځای ژوندي نیولي دي.
د خوږیاڼي په خبره نیول شوي کس په تیر کې د داعش ډلې لپاره په پچیر اګام ولسوالۍ کې د انتقالاتو په برخه کې هم زمینه برابروله.
خوږیاڼی زیاتوي: «د ملي امنیت ځواکونو تیره شپه پچیراګام ولسوالۍ کې د دې ولسوالۍ لپاره د عملیاتو پرمهال د داعش ډلې مسوول او د هدفي وژنو پلان جوړوونکی ژوندی نیولی دی.»
داعش ډلې تراوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.
