د ټولنیزو شبکو محدودیت؛ د طالبانو د مخابراتو وزارت د فلټر کېدو پخلی وکړ

اطلاعات روز: د طالبانو د مخابراتو وزارت د ټولنیزو شبکو پر محدودولو اعتراف کړی او ویلي یې دي چې د افغانستان په ځینو ټولنیزو شبکو کې محتوا فلټر شوې ده.

د طالبانو په مخابراتو وزارت کې سرچینې وایي چې پر فېسبوک، انسټاګرام او ایکس (پخواني ټوېټر) د محتوا له اړخه محدودیتونه لګول شوي دي.

د خلکو په وینا، له پرون راهیسې د فېسبوک، انسټاګرام او سنېپ‌چټ کارول محدود شوي او دا شبکې پرته له فیلټرماتوونکي (VPN) نه خلاصیږي.

د ټولنیزو شبکو کاروونکي وایي چې دا محدودیت تر اوسه د مخابراتي شبکو د سیم‌کارتونو پر انټرنېټ تطبیق شوی دی.

په کابل او هرات کې سرچینې وایي چې د کورني او دفتري انټرنېټ له لارې لا هم بې له محدودیت څخه ټولنیزو شبکو ته لاسرسی شته.

خو د کابل یو اوسېدونکي اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د دولتي شرکت «سلام» انټرنېټ له لارې فېسبوک، انسټاګرام او سنېپ‌چټ نه خلاصیږي.

بل اوسېدونکی هم وایي چې د «روشن» شرکت په انټرنېټ کې انسټاګرام او سنېپ‌چټ نه پرانیستل کېږي.

په هرات کې سرچینې وایي چې د «اتوما» (پخوانی MTN) سیم‌کارت انټرنېټ له لارې فېسبوک او انسټاګرام پرته له فیلټرماتوونکي نه خلاصیږي.

همدارنګه، سرچینو پرون په هرات کې ویلي وو چې په افغان‌بېسیم او اتصالات شرکتونو کې هم د ټولنیزو شبکو د محدودیت راپورونه ورکړل شوي دي.

طالبانو تر اوسه د دې محدودیتونو په اړه رسمي څرګندونې نه دي کړې.

تېرې اوونۍ طالبانو د ۴۸ ساعتونو لپاره په ټوله افغانستان کې انټرنېټ او مخابراتي خدمتونه پرې کړي وو، خو تر اوسه یې د دې پرېکون په اړه هم کوم وضاحت نه دی ورکړی.

طالبانو د انټرنېټ محدودیتونه د بلخ د نوري فایبر د پرېکولو له لارې پیل کړل او دلیل یې «د منکراتو مخنیوی» وباله.

دې ډلې تر دې مخکې هم په افغانستان کې د ټیک‌ټاک او پبجي لوبه بنده کړې وه.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه