ولایتي شورا او ځوانانو پکتیا کې د کرکټ بورډ دفتر د اعتراض په ډول وتاړه

اطلاعات روز: د پکتیا اوسېدونکو او د ولایتي شورا ځینو غړو د سویل ختیځ زون په مرکز پکتیا کې د کرکټ بورډ دفتر او د لوبغالي دروازه د اعتراض په ډول وتړله.

دوی چې دغه دفتر او لوبغالي دروازه نن (چهارشنبه، ۱۸ د وري) وتړله په همدې موخه یې خبري ناسته هم برابره کړې وه. اعتراض کوونکو د کرکټ بورډ مرکزي مسوولین له پکتیا والو سره په دوه ګوڼي چلند تورن کړل او وویل، چې په تېرو څو کلونو کې یې په دې ولایت کې د کرکټ برخې ته څومره چې لازمه وه، پام نه دی کړی. 

په دې ولایت کې مدني فعالان وايي، څه باندې شپږ کاله وړاندې په پکتیا کې د زون په کچه لوبغالی جوړ شوی، خو د پراخه فساد او د مرکزي ادارې د نه پاملرنې له امله یې چارې لاهم نیمګړې دي او ترسره شوي کارونه یې هم په معیاري ډول نه دي شوي. 

پکتیا کې د لویې پکتیا فرهنګي ټولنې مشر سید جمال الدین اصف خېل د خپلو خبرو پر مهال وویل، چې د پکتیا کرکټ ته د کمې پاملرنې له امله د کرکټ لوبغالي چارې نیمګړې دي او د عادي لوبو لپاره هم مناسب ځای ندی. 

اصف خېل زیاتوي، که د پکتیا د کرکټ لوغاړو ستونزو ته پام ونشي، نو دوی به خپل اعتراضونه تر  مرکزي کرکټ بورډ پورې ورسوي. 

نوموړي وویل: «زمونږ د پکتیا ګڼ ځوانان له کرکټ سره بې کچې مینه لري، خو د دې مینې په بدل کې بیا کرکټ بورډ د پکتیا لوبغاړو ته پام ندی کړی، کوم لوبغالی یې چې په ګردېز کې جوړ کړی، هغه د نورو ستونزو ترڅنګ د ناستې لپاره هم ځای نلري او هیڅ د هیواد په کچه د لوبو لپاره مناسب ندی.»

اصف خېل زیاتوي، که د پکتیا د کرکټ لوغاړو ستونزو ته پام ونشي، نو دوی به خپل اعتراضونه تر  مرکزي کرکټ بورډ پورې ورسوي. 

د خبري ناستې یو بل ګډون وال او مدني فعال احمد الله احمدي په دې اړه وویل، چې د پکتیا د کرکټ لوبغالي لپاره لومړی ۷ سوه زره امریکايي ډالره ځانکړي شوي و، خو روسته یې بودیجه ۲ نیم سوه زره ډالرو ته راښکته شوه، چې بیا یې هم چارې په خراب کیفیت ترسره شوې دي. 

د احمدي په خبره په لوبغالي کې کرل شوی چمن هم معیاري ندی او د فساد له امله مخ په خرابېدو دی. 

احمد الله احمدي وویل: «زمونږ د تېرې سیمې اوسېدونکو دغه ارزښت ناکه ځکه د کرکټ میدان لپاره ورکړه، خو کرکټ بورډ پکې داسې لوبغالی جوړ کړی، چې په لوبو کولو نه ارزي، له ګڼو تخنیکي ستونزو سره مخ دی، کرکټ بورډ له څو کلونو راهسې زمونږ له پکتیاوالو سره توبیري چلند کوي او تل یې له پکتیاوالو سره توپیري چلند کړی دی.»

اوس مهال د افغانستان په ملي، نولس کلنو او الف لوبډلو کې د پکتیا ګڼ لوبغاړي لوبه کوي، خو دوی د کرکټ همدا لوبه په نورو ولایتونو کې زده کړې ده. 

پکتیا کې د کرکټ لوبغاړی جنت خان خاموش په دې ولایت کې د کرکټ لوبو پر وړاندې د شته ستونزو لوی لامل د معیاري لوبغالي نشتون یادوي او وايي، که لوبغاړو ته د لوبو لپاره مناسب ځای برابر شي، نو په دې ولایت کې به د کرکټ لوبه لا پراختیا پیدا کړي. 

خاموش زیاتوي: «مونږ دلته په پکتیا کې یو داسې معیاري میدان نلرو، چې هلته دې د ولایت په کچه پکې لوبې وکړو، هغه د هیواد په کچه خو لویه خبره ده، نو که دغه لوبغالی چې پکتیا کې جوړ شوی دی، که دا لږ منظم شي او د ننداره چیانو لپاره پکې د ناستې ځای برابر شي، نو دلته به د نورو ولایتونو لوبغاړي هم لوبو کولو ته لېواله شي.»

اعتراض کوونکي واي، په لوبغالي کې کرل شوی چمن هم معیاري نه دی او د فساد له امله مخ په خرابېدو دی. 

په همدې حال کې د پکتیا د ولایتي شورا ځينې غړي بیا وايي، د کرکټ لوبغالي لپاره دغه ځمکه په شخصي ډول د سیمې د خلکو له لوري ورته ځانکړې شوې، خو که یې چارې په معیاري ډول ترسره نشي، د ځمکې خاوندان به بیرته له کرکټ بورډ څخه همدا ځمکه وګرځوي. 

د یادې شورا غړی ممتاز کرخېل زیاتوي، چې د سیمې اوسېدونکو له همدومره قرباني سره باید هغوی هم په دې ولایت کې معیاري لوبغالی جوړ کړي. 

د پکتیا د ولایتي شورا غړی ممتاز کرخېل وايي: «مونږ دلته په ډېر زحمت د کرکټ میدان لپاره ځای پیدا کړ، خلکو سره د ځمکې همکاري وکړه، خو وروسته پکې کرکټ بورډ غداري شروع کړه او چارې یې د دوی د فساد او د شرکت د پراخه فساد له امله له ستونزو سره مخ شوې، اوس یې چمن داسې شوی، چې د وزلوبې لپاره برابر دی.»

ومو غوښتل چې په دې اړه د کرکټ بورډ د مسوولینو نظر هم له ځانه سره ولرو، خو له بار، بار هڅو وروسته هم بریالي نشو. 

څه باندې شپږ کال وړاندې د کرکټ بورډ د پخواني مشر عطف مشعل په وخت کې د پکتیا په مرکز ګردېز کې د سویل ختیځ زون په کچه د کرکټ لوبو لپاره د لوبغالي چارې پیل شوې، خو د نه پاملرنې او فساد له امله یې لاهم کارونه نیمګړي دي او خلک یې له ترسره شویو چارو هم خوښ ندي، په دې اړه نن ورځ مدني فعالانو او د ولایتي شورا غړو د پریکړه لیک پر مهال له کرکټ بورډ څخه غوښتنه وکړه، چې د همدې لوبغالي نیمګړې چارې په معیاري ډول بشپړې کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه