لاوروف: د درېیمو هېوادونو پوځي حضور په افغانستان کې د منلو وړ نه دی

اطلاعات روز: په داسې حال کې چې د امریکا متحده ایالاتو ولسمشر ډونالډ ټرمپ د بګرام په هوايي اډه کې د خپلو ځواکونو د بیا ځای پر ځای کولو په تړاو لیوالتیا څرګنده کړې، د روسیې د بهرنیو چارو وزیر سرګي لاوروف ویلي چې د درېیمو هېوادونو پوځي بنسټونه په افغان خاوره کې د منلو وړ نه دي.

د سپوتنیک د راپور له مخې، لاوروف نن (سې شنبه، د میزان ۱۵مه) د «د مسکو فارمت» د ناستې په پیل کې وویل: «موږ یو ځل بیا ټینګار کوو چې په هره پلمه د درېیم اړخ پوځي بنسټونه، که په افغانستان کې وي او که یې په ګاونډیو هېوادونو کې په هیڅ ډول د منلو وړ نه دي.»

د روسیې د بهرنیو چارو وزیر زیاته کړه چې له سیمې د بهر لوبغاړو پوځي حضور کولی شي د بې‌ثباتۍ او نویو شخړو لامل شي.

هغه وویل چې د افغانستان تاریخ ښيي چې بهرنی پوځي حضور تل د ستونزو لامل شوی او اوس باید ټول ور څخه سمه نتیجه واخلي.

د روسیې د بهرنیو چارو د وزیر دا څرګندونې په داسې حال کې شوې چې ډونالډ ټرمپ ویلي چې حکومت یې هڅه کوي د افغانستان بګرام هوايي اډه بېرته تر خپل کنټرول لاندې راولي.

ټرمپ طالبانو ته خبرداری ورکړی چې که بګرام امریکا ته ورنه کړي، نو «بدې پېښې به رامنځته شي».

طالبانو ویلي چې په افغانستان کې د امریکا پوځي حضور نه مني.

د چین او ایران په شمول د سیمې هېوادونه د امریکا د پوځي حضور مخالف دي.

ویل کېدل چې په «مسکو فارمت» ناسته کې به بګرام ته د امریکا د بېرته تګ پر تمایل خبرې وشي.

خو د افغانستان په چارو کې د روسیې د ولسمشر استازي ضمیر کابلوف ویلي چې د ناستې په اجنډا د بګرام په اړه د امریکا خبرداری شامل نه دی.

هغه «ټاس» خبري اژانس ته ویلي: «نه، داسې چټیات به د بحث موضوع نه وي.»

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه