د افغانستان د بشري حقونو سازمان: د څېړنیز میکانیزم جوړول د عدالت او حساب‌ ورکونې لپاره يوه حياتي وسيله ده

اطلاعات روز: د افغانستان د بشري حقونو سازمان د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا له هغه پرېکړه‌لیک هرکلی کړی، چې د افغانستان د وضعیت څېړلو لپاره یې د یو خپلواک میکانیزم د جوړېدو پریکړه کړې.

دغه سازمان په یو بیان کې ویلي، چې د بشري حقونو د شورا پرېکړه‌لیک په داسې مهم پړاو کې صادر شوی چې طالبان په سیسټماټیک ډول خپلې سرغړونې له نړیوالو پلټنو پټوي او دا اندېښنه شته چې د داسې یو رژیم د مشروعیت لامل شي چې بنسټیز بشري حقونه، په ځانګړي ډول د ښځو، نجونو او قومي او مذهبي لږکیو له حقونو انکار کوي.

د بشري حقونو شورا پرون (دوشنبه، ۱۴ د تلې) د یو پرېکړه‌لیک په تصویب سره، په افغانستان کې د بشري حقونو د سرغړونو د څېړلو لپاره د یوه خپلواک میکانیزم جوړول تایید کړل او د ځانګړي راپور ورکوونکي دنده یې هم تر یوه کال پورې وغځوله.‏

تمه کېږي، چې دغه میکانیزم به د افغانستان په اړه د نړیوالو جنایتونو او بشري حقونو د سرغړونو اسناد، مدارک او شواهد راټول، حفظ او تحلیل کړي او د هغو کسانو پر ضد به قضایي دوسیې جوړې کړي چې په دې کې لاس لري.‏

د افغانستان د بشري حقونو سازمان یادونه کړې چې د ۲۰۲۱ کال د اګست راهیسې، طالبانو یو لړ داسې فرمانونه او محدودیتونه صادر کړي چې ښځې یې په څرګند ډول له عامه ژوند څخه ایستلي او له هغوی یې د زده کړو، کار، روغتیا پاملرنې او د تګ راتګ آزادۍ اخیستې ده.

دغه سازمان زیاته کړې، چې د بشري حقونو سرغړونې د جنسیتي توپیر له ظلم څخه پراخې دي.

طالبانو پر بیان ازادۍ، سوله‌ییزو راټولیدنو، ټولنو او مذهبي مراسمو سخت محدودیتونه لګولي دي.‏
دې ډلې په مکرر ډول د بشري حقونو مدافعین، خبریالان او د مدني ټولنې فعالین نیولي او بندیان کړي دي.

د بشري حقونو سازمان یادونه کړې، چې قومي او مذهبي لږکي هم د هدفي تاوتریخوالي او سیستماتیک تبعیض سره مخ دي.

یاد سازمان ویلي، چې د یو خپلواک او دوامداره څیړنیز میکانیزم جوړول چې په افغانستان کې د نړیوالو جرمونو او د نړیوالو قوانینو د خورا جدي سرغړونو د شواهد راټولولو، مستند کولو، ساتلو او تحلیل کولو لپاره جامع واک لري د عدالت او حساب ورکولو لپاره یوه مهمه وسیله ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه