ننګرهار او لغمان کې کلیوالې ښځې: د اقتصادي ستونزو له امله مو کرنې او مالدارۍ ته مخه کړې

اطلاعات روز: په ننګرهار او لغمان ولایتونو کې یو شمېر کلیوالې ښځې وایي، چې د کورنۍ د اقتصادي ستونزو او سرپرست نشتون له امله اړې شوي چې کرنې ته مخه کړي او د عاید یوازینۍ سرچینه یې کرنه او له څاریو ترلاسه کېدونکي محصولات دي.

د ننګرهار د بټي کوټ ولسوالۍ اوسېدونکې ۴۰ کلنه نجیبه یوه له همدې ښځو له ډلې ده، هغه د کورنۍ یوازینۍ سرپرسته ده او نږدې ۱۰ کاله کېږي چې د کرنې په برخه کې فعالیت کوي.

نوموړې د کرنېزو چارو تر څنګ له څارویو ساتنه هم کوي او د څارویو له لوشلو وروسته یوه برخه شېدې د خپلې کورنۍ لپاره ساتي او یوه برخه یې د پلور لپاره بازار ته وړاندې کوي.

نجیبه زیاتوي: «خاوند مې نږدې ۱۰ کاله پوره کېږي چې مړ شوی او له هغې راهيسې ما د بزګرۍ چارو ته مخه کړې، ځکه نارینه اولاد نه لرم او نورې ټولې نجونې دي د الله ج فضل دی؛ له همدې ځمکې د کورنۍ اړتیاوې پوره کوم او هم مې دوه غواوې ساتلي چې محصولات یې هره ورځ بازار کې پلورم او په ورځني ډول د شیدو څخه ۱۰۰ تر ۱۸۰ افغانۍ عاید لرم خو تر اوسه راسره هیڅ مرسته نه ده شوې.»

د ننګرهار یو بله بزګره بخت مینه هم د هغو مېرمنو ده چې د کرنې په برخه کې فعاله ده، هغه د څارویو او د کرنې له محصولاتو په استفادې د خپلې کورنۍ اقتصادي اړتیاووې تامینوي.

بخت مینه زیاتوي: «له خپلې مجبورۍ مې بزګرۍ ته مخه کړې ځکه خاوند مې ناروغ دی او د کار کولو نه دی او په کورنۍ کې بل څوک نشته چې د دهقانۍ چارې مخ ته یوسي، ما ته یوې موسېسې یوه شنه خونه جوړه کړې او په هغې کې تازه سزیجات لکه تورۍ، لېړو، رومیان، مرچک او نور سبزجات کرم او له بیا یې پلورم، که چېرې پر ښځو د کرنې برخه کې پانګونه وشي او دوی ته عصري وسایل، اصلاح شوي تخمونه او کیمیاوي سرې ورکړل شي نو دوی به لا وتوانېږي چې خپل کورنۍ اقتصاد پیاوړی کړي.»

د ننګرهار ترڅنګ په لغمان ولایت کې هم یو شمېر ښځې په کرنه بوختې دي، روبینه د دغه ولایت د قرغیو ولسوالۍ له هغو مېرمنو ده چې کلونه کېږي د کرنې او مالدارۍ په برخه کې کار کوي. نوموړې د څاریو د محصولات په ترلاسه کېدو سره د خپلې کورنۍ اقتصاد په پښو درولی او ان پر ځان بسیا شوې ده.

روبینه زیاتوي: «په لومړیو وختونو کې مو اقتصادي وضعیت ډېر خراب و، بیا راسره موسېسې د یوې غوا کومک وکړ اوس د څلورو کلونو په تېریدو سره درې غواوې لرم او محصولات یې پلورم؛ هره ورځ تر ۳۵۰ افغانۍ عاید لرم او دغه راز د کرنېزې چارې هم پرمخ وړم که چېرې د ښځو لاسنیوی وشي او له دوی سره په هره برخه کې مرسته وشي دوی کولای شي د خپلې کورنۍ اقتصاد برابر کړي.»

بلخوا د ننګرهار د کرنې ریاست لپاره د طالبانو مسوولان وایي، چې اوسمهال په سلګونه ښځې د کرنې او مالدارۍ په برخه کې په کار بوختې دي او له همدې لارې ښه ورځنی عاید لري.

د دغه ولایت د کرنې ریاست لپاره طالب ویاند اجمل سبحاني وایي، دوی د مرستندویه موسېساتو په مرسته هڅه کې دي چې د ښځو په وسیله ګټور او باکیفیته کرنیز محصولات تولید کړي.

د هغه په وینا، دغې مېرمنې د شېدو، مستو او چکې په څېر د محصولاتو په را ټولولو او پروسس سره، د خپلو کورنیو په اقتصادي پرمختګ کې مهم رول لري.

سبحاني زیاتوي: «په ننګرهار کې په سلګونه ښځې په کرنه، مالدارۍ، د شاتو مچیو په روزنه او نورو اړونده برخو کې په کار بوختې دي او مونږ هم له دوی سره وخت پر وخت د مرستندویه موسېساتو په همکارۍ مرستې کوو؛ دغه راز لا هڅه کې یو چې د دوی لپاره په کرنېزه او نورو برخو کې البته په کور دننه د کار زمینه برابره شي او دوی تر ډېره مثبتې تمامې شوې دي.»

دغه مېرمنې زیاتوي، چې د هېواد په کلیو کې ښځو تل د محلي اقتصاد په وده کې مهم رول لوبولی او هغوی نه یوازې کروندو کې د نارینه‌وو ترڅنګ اوږه په اوږه کار کوي، بلکې کرنیز محصولات پروسس کوي او په لومړنیو او دودیزو امکاناتو سره یې د کورنیو اقتصادي څرخ یې په ګرځېدو راوستی او د ځان بسیاینې په لور ګامونه پورته کوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه