غچ اخیستنه؛ کاپیسا کې څلور تنه ووژل شول

اطلاعات روز: کاپیسا کې د طالبانو پولیس خبر ورکوي، چې د دغه ولایت په تګاب ولسوالۍ کې په یوه جنایي پیښه کې څلور کسان په ډزو وژل شوي دي.

په دې ولایت کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند عبدالفتاح فایز وایي، چې دا کسان پرون (جمعه، ۱۱ د تلې) مازدیګر مهال د تګاب په «درم درم» سیمه کې وژل شوي دي.

فایز د دغو څلورو کسانو د وژنې انګیزه غچ اخیستنه بولي او وايي، چې تېر کال دغو څلورو کسانو د «صدیق‌الله» په نوم کس چې د «ملنګ» زوی و، په «تیروتنه» وژلی و، خو په وینا یې چې دا قضیه د روغې جوړې له لارې حل شوې وه.‏

د فایز په وینا، د صدیق‌الله ورونو، چې شفیع‌الله او طالب نومېږي او د اله‌سای ولسوالۍ اوسېدونکي دي، پرون د خپل ورور د وژنې د غچ اخیستلو لپاره د هغه قاتلان کاپیسا ته رابللي او وروسته یې وژلي دي.‏

فایز زیاته کړې، چې شفیع الله او طالب له پیښې وروسته د کوټي کلي ته تښتیدلي او دوی په دې اړه خپلې پلټنې پیل کړې دي.

هغه د وژل شویو کسانو د هویت په اړه معلومات نه دي ورکړي، خو نوموړي د اطلاعات روز ورځپاڼې د خبریال د پیغام په ځواب کې وویل، چې هغوی ملکي کسان وو.

ورته مهال تګاب ولسوالۍ کې سرچینې وایي، چې وژل شوي کسان د طالبانو غړي او د لوګر ولایت اوسیدونکي وو، چې دا مهال یې پروان ولایت کې دندې درلودې.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه