اطلاعات روز: د پکتیا امنيتي چارواکي وايي، د پکتيا ولايت په احمد ابا ولسوالي اړوند مچلغو سيمه کې وسله والو طالبانو د يو قومي مشر جان محمد په کور هغه مهال وسله وال بريد کړی، چې د همدې قومي مشر په کور کې د هغه د زوی د واده مراسم روان و.
د پکتيا ولايت د امنيه قومنداني وياند محمد لعل اميري اطلاعات روز ته وويل، چې دغه پېښه تېره شپه (سه شنبه، ۱۷ د وري) رامنځته شوې، چې د نښتې پر مهال زوم او يو تن بريدګر هم وژل شوي دي.
د نوموړي په وينا چې جان محمد او د هغه زوی له کوم امنيتي ارګان سره اړيکه نه درلوده.
د يو بل خبر له مخې همدا تېره شپه په احمدابا ولسوالي کې وسله والو طالبانو د يو پاڅون کوونکي پر کور بريد کړی چې له امله يې یاد پاڅون کوونکی وژل شوی دی.
په احمدابا ولسوالي کې د تېرې شپې نښتو په اړه وسله والو طالبانو څه نه دي ويلي.
