د خبریالانو مرکز: طالبانو معلوماتو ته لاسرسی په سیسټماټیکه توګه ضعیف کړی

اطلاعات روز: د افغانستان د خبریالانو مرکز وایي چې طالبانو له هغه وخته چې پر افغانستان بیا ځلې واکمن شوي، معلوماتو ته یې لاسرسی په سیستماتیک ډول کمزوری کړی دی.

دې مرکز نن (یکشنبه، ۶ د تلې) «معلوماتو ته د لاسرسي د نړیوالې ورځې» په مناسبت ویلي چې طالبانو په دې موده کې لږ تر لږه ۲۲ داسې لارښوونې صادرې کړې چې د بیان ازادي، د رسنیو خپلواکي او معلوماتو ته د خلکو عامه لاسرسی په شدیده توګه محدودوي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاتوي چې دا ټول اقدامات «د افغانستان د رسنیو د قانون او معلوماتو ته د لاسرسي د قانون او همدا راز نړیوالو معیارونو سره په ټکر کې دي».

د افغانستان د خبریالانو د مرکز د دادخواهۍ د برخې مسوولې سمیه ولي زاده ویلي: «نن افغانان په داسې وضعیت کې ژوند کوي چې معلومات پرې قطع شوي او دا د جګړې له امله نه، بلکې د یوې قصدي تګلارې په وسیله پرې بند شوي.»

هغې زیاته کړې: «معلوماتو ته د لاسرسي پر حق د حاکمو چارواکو جګړې خبریالان چوپ کړي، عمومي معلوماتو ته یې لاسرسی قطع کړی او خلک یې د خبرتیا له حقه محروم کړي دي؛ هغه حق چې د افغانستان په قانون کې په رسمیت پېژندل شوی او په نړیواله کچه پرې ټینګار شوی دی.»

اغلې ولي‌زاده ویلي: «معلومات امتیاز نه دی. دا یو حق دی او د حساب ورکولو او شفافیت بنسټ دی. افغانان دې په داسې هېواد کې د ژوند کولو مستحق دي چې په هغه کې حقایق بند نه وي او خبریالان چوپ نه کړل شي.»

د افغانستان د خبریالانو مرکز لګول شوي بندیزونه لکه د رسنیو له لوري د اعتراضونو، لاریونونو او سیاسي مخالفتونو د پوښښ منع کول، تر خپرېدو وړاندې د محتوا سانسور، د نړیوالو شبکو پر ژوندیو خپرونو بندیز، د ښځو غږ او ګډون محدودول – چې پکې په ملي رسنیو کې د ښځینه خبریالانو پر کار کولو بندیز او په ډرامو او له نارینه‌وو سره په ګډو ځایونو کې د راپور پر ورکولو بندیز شامل دي – اندېښمنوونکي بللي دي.

دې مرکز همدارنګه ۲۱ ولایتونو ته د ژویو د انځورونو او ویډیویي مرکو پر نشرېدو د بندیز پراخېدل او له دې امله د لسګونه ټلوېزیونونو د تړل کېدو، د فایبر نوري انټرنېټ د پرې کېدو او انټرنیټ ته د خلکو د لاسرسي د سخت محدودېدو په تړاو د طالبانو نور اندېښمنوونکي ګامونه بللي دي.

دې مرکز همدارنګه ویلي دي چې ګڼ موارد یې مستند کړي دي چې پکې خبریالان یوازې د دې لپاره نیول شوي، ځورول شوي یا د راپور ورکولو حق ترې اخیستل شوی چې هڅه یې کړې د عامه ګټو اړوند معلوماتو ته لاسرسی ومومي یا یې خپاره کړي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز زیاته کړې چې په ډېرو مواردو کې یوازې له هغو رسنیو سره تماس یا همکاري د خبریالانو د ګواښ او بندي کېدو سبب ګرځېدلې چې له تبعیده فعالیت کوي.

د دې مرکز د ورکړل شوو شمېرو له مخې، اوس مهال لږ تر لږه شپږ خبریالان په کابل، غزني او پروان کې د طالبانو په زندانونو کې دي.

د افغانستان د خبریالانو مرکز له طالبانو غوښتنه کړې چې معلوماتو ته پر لاسرسي لګېدلي محدودیتونه پای ته ورسوي، د رسنیو پر کنټرول، سانسور، وېرونې او ګواښنې باندې د څارنې نظام ختم کړي، د هغو خبریالانو نیول ودروي چې د عامه ګټو اړوند معلوماتو پسې ګرځي یا یې خپروي او د فایبر نوري انټرنېټ ته پر لاسرسي بندیزونه او انټرنېټ ته د خلګو د لاسرسي د کمولو په موخه اخیستل شوي ګامونه لغو کړي.

دې مرکز همدارنګه له نړیوالې ټولنې غوښتي چې په افغانستان کې د خپلواکو رسنیو او هغو خبریالانو ملاتړ وکړي چې له خطر سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه