افغانستان ته د میلیونونو کډوالو شړل؛ له راستنېدونکو د داعش د استفادې په اړه اندیښنې

اطلاعات روز: ډیپلوماټیکو او امنیتي سرچینو خبرداری ورکړی دی چې له ایران او پاکستان څخه افغانستان ته د میلیونونو کډوالو ستنېدنه داعش ته د خلګو د جذبېدو خطر زیاتولای شي.

پر جنګیالیو ډلو د ملګرو ملتونو د څار کمیټې پخواني همغږي کوونکي هانس-یاکوب شیندلر د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «د دې خطر زیات دی چې داعش به تازه راستانه شوي افغانان د خپل بالقوه ځواک په توګه ور جذب کړي.»

د فرانسې د خبري اژانس په وینا، پر افغانستان د طالبانو تر بیا واکمنېدو او د امنیت تر ښه کېدو وروسته داعش لا هم د افغانستان په ختیځ کې مرکزونه لري او لا هم د طالبانو د حکومت او سیمې لپاره یو خطر دي.

شیندلر ویلي: «دا ډله له ۲۰۲۱ کال راهیسې له طالبانو ناراض جنګیالي او هغه افغانان ور جذبوي چې د طالبانو برخه نه دي.»

ملګرو ملتونو د جولای میاشتې پر مهال «د هغو ترهګرو ډلو د پراختیا په اړه چې د مرکزي اسیا او نورو هیوادونو ته ګواښ ګڼل کېږي» خبرداری ورکړی و.

په دې راپور کې ویل شوي چې تر ټولو جدي ګواښ د داعش له دوو زرو جنګیالیو څخه دی چې د تېرو څو کلونو پر مهال یې په روسیه، ایران او پاکستان کې مرګوني بریدونه کړي دي.

په عین مهال کې داسې اندیښنې شته چې داعش د راستنو شویو له اقتصادي مجبوریت او بې کارۍ څخه استفاده کوي او هغوی استخداموي.

د کډوالو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیسارۍ (یو این ایچ سي آر) وړاندوینه کړې ده چې د روان میلادي کال تر پایه به افغانستان ته څلور میلیون کډوال ستانه شي.

په افغانستان کې په بشرپالو چارو کې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي ایندریکا راتواته ویلي چې راستنېدونکي له سترو ننګونو لکه د کار او ځای له نشتون سره مخ دي.

دې ویلي چې شونې ده له راستنېدونکو کډوالو وسلوالې ډلې استفاده وکړي.

د نړیوال بانک له راپور سره سم، د افغانستان تر نیمایي زیات وګړي د فقر تر کرښې لاندې ژوند کوي او تقریبا له ۱۵ کلنۍ څخه تر ۲۹ کلنۍ پورې افرادو کې یو پر څلور بې کاره دي.

یوې اروپایي ډیپلوماټیکې سرچینې د فرانسې خبري اژانس ته ویلي: «موږ له وړاندې پوهېږو چې ځیني افغانان د باور له مخې نه بلکې د اقتصادي اړتیاوو له امله له ترهګرو ډلو سره یو ځای کېږي.»

په اسلام اباد کې د ستراتېژیکو مطالعاتو له موسسې امینې خان هم ویلي چې د افغانستان کوم وګړي چې کلونه له هیواده دباندې وو، هیواد ته په تلو پردي ګڼل کېږي.

دې ویلي چې ځیني ستنېدونکي به له پاکستان سره له دې امله کینه ولري چې د هغوی شتمنۍ او دندې یې ترې اخیستې دي.

دې ویلي: «په دې توګه دوی د دې ډلو لپاره چې د هیوادونو کرښو ته ژمن دي، مناسبه برخه ده.»

په بشرپالو چارو کې د ملګرو ملتونو همغږي کوونکي ویلي چې د دې استخدامونو د مخنیوي یوازینۍ لاره په بهرنیو مرستو کډوالو ته «د عزتمنې راتلونکې جوړول» دي.

مګر د امریکا د ولسمشر ډونالډ ټرمپ تر واکمنېدو وروسته په زیاته کچه بشرپالې مرستې دریدلې دي.

د مسکو له اعلان سره سم، افغانستان تر ۲۰ د زیاتو ترهګرو ډلو د شاوخوا ۲۳ زره جنګیالیو مېشتځای دی.

د روسیې د امنیت شورا عمومي مشر د اګست میاشتې په پای کې ویلي و: «تر ټولو لویه اندېښنه د داعش خراسان ډلې فعالیت دی … دوی روزنځایونه لري او تر ډېره د افغانستان په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې فعال دي.»

په مسکو کې د موسیقۍ په کنسرټ کې د داعش تر برید یو کال وروسته روسیه یوازینی هیواد دی چې طالبان یې په رسمیت وپېژندل.

روسیې اعلان کړی دی چې دا پرېکړه به سیمه‌ییز امنیت او «له ترهګریزو ګواښونو سره مبارزه» نوره هم پیاوړې کړي.

د ملګرو ملتونو له راپور سره سم، تحریک طالبان پاکستان (ټي ټي پي) تر ټولو زیات جنګیالي په افغانستان کې لري؛ دا ډله طالبانو ته تر ټولو نژدې ده او د پاکستان له حکومت سره جنګېږي.

اسلام اباد هر وخت طالبان تورن کړي چې دې جنګیالیو ډلو ته یې ځای ورکړی دی؛ خو دا ډله د پاکستان ادعاوې ردوي او وایې چې په افغانستان کې «هیڅ ترهګریز سازمان» نشته.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه