طالبان د ځمکو د غصب مخنیوي کمیسیون لپاره ځانګړې نظامي قطعه جوړوي

اطلاعات روز: د طالبانو د عدليې وزارت خبر ورکړی، چې د ځمکو د غصب مخنیوي او غصب شوو ځمکو د بېرته راګرځولو کمیسیون د پریکړو د تطبیق طرزالعمل توشیح شوی او زیاته کړې یې ده، چې په دغه طرزالعمل کې د یوې ځانګړې قطعې جوړولو ته هم ځای ورکړل شوی دی.

د طالبانو د عدلیې وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، په دې طرزالعمل کې یوه مقدمه، دوه بابونه، درې فصلونه او ۳۰ مادې شاملې دي، چې د غصب شویو ځمکو د دوسیو د مراحلو څرنګوالی، د کمېسیون او د دولتي غصب شویو ځمکو قضیو ته د رسیدګۍ اختصاصي محکمې د فیصلو تطبیق او نور موارد پکې بیان شوي دي.

دې وزارت ویلي، چې په دغه طرزالعمل کې د کمېسیون د فیصلې په تطبیق کې د طالب چارواکو ممانعت یا مداخله او یا له غاصبینو څخه د هغوی ملاتړ جرم بللی شوی دی.

د دې وزارت په وینا، که چیرې طالب چارواکي د کمېسیون یا اختصاصي محکمې د فیصلې له تطبیق څخه ډډه وکړي یا په دې بهیر کې خنډ رامنځته کړي او یا له غصب څخه ملاتړ وکړي له دندې څخه ګوښه کېږي.

د طالبانو عدلیې وزارت زیاته کړې، چې د ځمکو د غصب مخنیوي لپاره د کمیسیون او ځانګړې محکمې د پریکړو د پلي کولو لپاره د پولیسو یوه ځانګړې قطعه چې شمیر به یې لږ تر لږه ۲۵۰۰ کسانو رسیږي په پام کې نیول شوې ده.

د یاد وزارت په خبرپاڼه کې راغلي، چې دا قطعه د طالبانو د کورنیو او دفاع وزارتونو او د استخباراتو عمومي ریاست په همکارۍ رامنځته کېږي او د کمېسیون او تخنیکي هیئتونو د هدایت مطابق به اجراآت کوي.

طالبانو د دولتي ځمکو د غصب د مخنیوي او بېرته راګرځولو لپاره ځانګړی کمیسیون جوړ کړی او په تېرو څلورو کلونو کې یې زرګونه جریبه ځمکه د دولتي ځمکې تر نوم لاندې ضبط کړې ده.

داسې ادعاوې کېږي چې طالبانو په ځینو مواردو کې شخصي ځمکې ضبط کړې دي.

په دې وروستیو کې داسې راپورونه خپاره شول، چې د غور ولایت د ځمکې د غصب د مخنیوي د کمیسیون غړو په لعل او سرجنګل ولسوالۍ کې د خلکو کرنیزې ځمکې په خپل سر دولتي اعلان کړې دي، په داسې حال کې چې د دغو ځمکو مالکان د ملکیت اسناد په لاس کې لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه