ننګرهار کې ښوونکي له پګړۍ پرته ښوونځي ته د داخلېدو اجازه نه لري

اطلاعات روز: ننګرهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت په ټولو دولتي ښوونځيو کې د طالبانو له لوري پر ښوونکو د لونګۍ په سرول او د ږېرې پرېښودل جبري شوي دي.

د دغه ولایت په کامې ولسوالۍ کې یو ښوونکي د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د طالبانو له لوري دغلته د پوهنې ریاست ټولو کارمندانو او په ځانګړي ډول ښوونکو ته شرط اېښودل شوی چې له لونګۍ پرته ښوونځيو ته داخل نه شي.

سرچینه زیاتوي په ځينو ښوونځیو کې یو شمېر ښوونکي د لونګۍ (پګړۍ) نه په سرولو له امله غیر حاضر شوي او ځینو ته له دندې د ګوښه کېدو ګواښ هم شوی دی.

سرچینې وویل: «ښوونکو ته جدي سپارښتنه شوې چې ږېرې پرېږدي او دغه راز دندې ته د حاضرېدو پر مهال دې پګړۍ په سر کړي، که هر ښوونکی له دې پرېکړې سرغړونه کوي لومړی توصیه، دویم کسر معاش او په درېم قدم کې به له دندې ګوښه کېږي.»

سرچینه زیاتوي چې دغه راز د طالبانو د پوهنې ریاست له خوا ټولو دولتي ښوونځيو ته یو مکتوب استول شوی چې پر اساس به یې په هر ښوونځي کې له ښوونکو د عقیدې ازموینه اخیستل کېږي او بیا به یې د ازموینې پرچه د ارزیابۍ لپاره د پوهنې ریاست ته استول کېږي.

په همدې حال د جلال اباد ښار په عبدالوکېل لېسه کې یو ښوونکی د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې ورځ تربلې پر ښوونکو د دندې کړۍ تنګېږي او همدا لامل دی چې پر ښوونکو یې پګړۍ په سرول جبري کړي دي.

د هغه په خبره طالبان دې پر ښوونکو د لونګۍ په سرولو پر ځای د دوی حقونو او دغه راز د تدریسي بهیر په ښه کېدا غور وکړي.

د نوموړي د معلوماتو له مخې طالبانو پر پخوانیو مسلکي ښوونکو د دندې کړۍ راتنګه کړې او په یوه او بله پلمه غواړي دوی له دندې ګوښه او پر ځای یې خپل پلویان او له مدرسو فارغ زده کوونکي وګماري.

سرچینه زیاتوي: «ټول ښوونکي خفه دي ځکه معاش مو نه لوړېږي او په یوه او بله بهانه چې لونګۍ پرسر کړئ او ږېره پرېږدئ طالبان تنګول کوي، زیاتره ښوونکي دندې پرېښودو ته اړ شوي هره ورځ د امربالمعروف محتسبین او د پوهنې ریاست نظارت کوونکي پر ښوونځيو ګرځي او ښوونکي ګوري چې لونګۍ پر سر شته که نه نو دا یو ډېر سخت وضعیت دی.»

مونږ هڅه وکړه په دې اړه د ننګرهار پوهنې ریاست مسوولانو نظر هم ولرو، خو بریالي نشوو.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې طالبانو په ټولو دولتي ښوونځیو کې له لومړي تر ۹ ټولګي د زده کوونکو د جامو رنګ اسماني او سپنه خولۍ او له ۱۰ تر ۱۲ ټولګي زده کوونکو کمیس پرتوګ بیا سپین او لونګي یا پګړۍ تعینې شوي او عملي کېدل یې هم جبري شوي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه