ګوتریش: په افغانستان کې امنیتي پېښې لس سلنه زیاتې شوې دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو سرمنشي انتونیو ګوتریش په خپل نوي راپور کې ويلي چې د ۲۰۲۵ کال د می له لومړۍ نېټې بیا د جولای تر ۳۱مې په افغانستان کې دوه زره او ۶۵۸ د امنیت او خوندیتوب اړوند پېښې ثبت شوې دي.

ښاغلي ګوترش په دې راپور کې چې نن (چهارشنبه، ۲۶ د وږي) خپور شوی، ويلي چې دا شمېر د ۲۰۲۴ کال د همدې مودې په پرتله نهه سلنه زیاتوالی ښيي.

هغه زياته کړې چې په دې موده کې د طالبانو د مخالفو ډلو د «ازادۍ» او «ملي مقاومت» جبهو په شمول، د ۴۷ بريدونو مسووليت منلی چې ۱۹ يې تاييد شوي دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ويلي چې د داعش خراسان د بريدونو شمېر او کچه په افغانستان کې راټيټه شوې، خو د طالبانو ځواکونه لا هم د دې ډلې پر خلاف عملياتو ته دوام ورکوي.

هغه همداراز د ځينو هغو بريدونو يادونه کړې چې داعش ته منسوب شوي دي.

د راپور له مخې، د می پر ۲۶مه يو سلفي عالم له خپل ساتونکي سره يو ځای د بدخشان ولايت د شهداء په ولسوالۍ کې په هغه بريد کې ووژل شو چې داعش ته منسوب شوی و.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ويلي چې دې برید د طالبانو تر منځ هم ناتایید شوې مرګ ژوبله اړولې.

د انتونيو ګوترش په راپور کې همداراز راغلي چې د جون پر ۱۴مه د بدخشان ولایت په نسې ولسوالۍ کې له يو شيعه عالم څخه سر پرې کړل شوی او عاملانو يې په سیمه کې د داعش بيرغ پرېیښی و.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د تازه راپور له مخې، د جون پر ۱۵مه داعش د ننګرهار ولايت د دره نور په ولسوالۍ کې د طالبانو ځواکونه په نښه کړل او د جولای پر ۸مه هم دواړو لورو د لغمان په الينګار ولسوالۍ کې جګړه وکړه.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل تازه راپور کې ويلي چې د می له لومړۍ نېټې بیا د جولای تر ۳۱مې پورې په خوست، کونړ، ننګرهار او پکتیکا ولایتونو کې په ټوله کې د طالبانو او پاکستاني ځواکونو تر منځ د نښتو او ډزو اړوند د ۱۴ پېښو راپور ورکړل شوی دی.

هغه زياته کړې چې په دې مهال کې په کندهار، پکتیکا، خوست او پکتیا ولایتونو کې ۱۲ ځله بې‌پيلوټه الوتکې او دوه ځله جیټ الوتکې هم لیدل شوې دي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي همداراز ويلي چې په دې موده کې پاکستاني ځواکونو ادعا کړې چې په یو شمېر سرحدي سيمو او د کونړ په «اسمار» او «شولتان» ولسوالیو کې یې د پاکستاني طالبانو ګڼ غړي وژلي او څو بریدونه یې کړي دي.

هغه ويلي چې په دې موده کې له امنيت او خوندیتوب سره تړلې داسې ۵۷ پېښې هم ثبت شوې چې د ملګرو ملتونو کارکوونکي يې په مستقيم ډول اغېزمن کړي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي ويلي چې په می په مياشت کې د ملګرو ملتونو لسګونو ښځینه کارکوونکو د مرګ ګواښونه ترلاسه کړل او همدې چارې ملګري ملتونه اړ کړل چې موقتي د خوندیتوب تدابير عملي کړي.

هغه زياته کړې چې طالبانو يوناما ته خبر ورکړی چې د دوی پرسونل د دې پېښو مسوول نه دی او لا تر اوسه عاملين نه دي پېژندل شوي.

د ملګرو ملتونو سرمنشي په خپل پخواني راپور کې د افغانستان د امنیت او خوندیتوب سره د اړوندو دوه زره او ۲۹۹ پېښو د ثبت خبر ورکړی و او ویلي یې و چې دا پېښې د تېر کال د همدې مودې په پرتله درې سلنه زياتوالی ښيي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه