اطلاعات روز: د ننګرهار ولایتي مسوولین مني، چې د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې څلور پولیس وژل شوي او څلور نور ټپيان شوي دي.
د ننګرهار والي ویاند عطاالله خوږیاڼي اطلاعات روز ته وویل، چې دغه پولیس سرتېري تېره شپه (دوشنبه، ۱۶ د وري) د دې ولایت سره رود ولسوالۍ په شمشپور سیمه کې د غازي بابا پر امنیتي پوسته د طالبانو برید کې وژل شوي او ټپيان شوي دي.
له دې وړاندې یوې ځايې سرچینې د نوم نه ښودلو په شرط اطلاعات روز ورځپاڼې ته د دغې پېښې ویلي و.
په ورته مهال د ننګرهار حوزوي روغتون ویاند ګلزاده سنګر هم ویلي و، چې د پېښې له ځایه ورته د پولیسو څلور جسدونه وروړل شوي دي.
طالبانو هم دغه برید منلی او ویلې یې دي، چې په دغه برید کې یې د پولیسو دوه پوستې له منځه وړي. د دې ډلې ویاند ذبیح الله مجاهد پر خپل ټوېټر لیکلي، چې دوی په دې برید کې ۶ تنه پولیس او پاڅونوال وژلي دي.
