پاکستان خپل ځانګړی استازی له پرېکنده پیغام سره کابل ته لېږي

Photo: @AmbassadorSadiq

اطلاعات روز: د پاکستاني رسنيو د راپور له مخې د پاکستان د لومړي وزير تر خبرداري وروسته اسلام‌اباد د افغانستان په چارو کې خپل ځانګړی استلزی محمد صادق له تحریک طالبان پاکستان څخه د ملاتړ په اړه له يو “پرېکنده” پيغام سره کابل ته لېږي.

د «دی نيوز» ورځپاڼې په راپور کې ويل شوي چې د پاکستان ځانګړی استازی به د راتلونکې اونۍ په پيل کې کابل ته سفر وکړي.

ورځپاڼې د ډيپلوماتيکو سرچينو له خولې ليکلي چې محمد صادق په تېرو مياشتو کې په پرلپسې توګه هڅه کړې چې د افغانستان طالبان قانع کړي چې د تحريک طالبان پاکستان ملاتړ بس کړي، ځکه دا ډله په پاکستان کې «وينه تویوي».

د ورځپاڼې د ليکنې له مخې، طالبانو ژمنه کړې وه چې تي‌ټي‌پي ته به د پاکستان پر ضد د فعاليت اجازه ورنه کړي، خو دا ژمنه یې نه ده عملي کړې.

دا سفر په داسې حال کې ترسره کېږي چې په وروستیو ورځو کې د تحريک طالبان پاکستان د بريدونو له امله په خېبرپښتونخوا کې ۱۹ پاکستاني سرتېري ووژل شول او له همدې امله د پاکستان چارواکو يو ځل بيا په افغانستان کې طالبانو ته د دې ډلې د ملاتړ په اړه خبرداری ورکړی دی.

شهباز شريف ويلي طالبان بايد د پاکستان د دولت او د تحريک طالبان پاکستان تر منځ يو انتخاب وکړي.

د پاکستان لومړي وزير د وژل شوو سرتېرو د جنازې په مراسمو کې ويلي چې ترهګر له افغانستانه پاکستان ته داخل شوي او د تحريک طالبان پاکستان ډلې سره يو ځای یې بريدونه ترسره کړي دي.

ده زياته کړې چې پاکستان غواړي له طالبانو سره په افغانستان کې اړيکې وساتي، خو که کابل پرېکړه وکړي چې د ترهګرو ملاتړ کوي او د هغوی خوا ونيسي، نو پاکستان به هېڅ ډول اړيکې د طالبانو له حکومت سره ونه لري او ترهګر به په هر قیمت له منځه يووړل شي.

طالبانو تر اوسه د پاکستان د لومړي وزير د تازه څرګندونو په اړه غبرګون نه دی ښودلی، خو تر دې وړاندې یې د تحريک طالبان پاکستان ملاتړ رد کړی او ويلي يې دي چې هېڅ ډلې ته اجازه نه ورکوي چې د افغانستان له خاورې د نورو هېوادونو پر ضد کار واخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه