د هیواد په څلورو ولایتونو کې ترافیکي پیښې؛ شپږ تنه مړه او نهه نور ټپیان شوي

اطلاعات روز: په سمنګان، بلخ، زابل او ارزګان ولایتونو کې د پنځو جلا ترافیکي پیښو له کبله شپږ کسان مړه او ۹ تنه نور ژوبل شوي دي.

په سمنګان کې د طالبانو د پولیسو ویاند حشمت الله رحماني وایي، چې تیره شپه (جمعه، ۲۱ د وږي) شاوخوا ۹:۰۰ بجې دره صوف پایین ولسوالۍ کې یو فرونر موټر د زیات سرعت له امله له سړک اوښتی او پر مهال یې درې تنه مړه او دوه تنه نور ټپیان شوي دي.

د رحماني په وینا، دغه موټر د دره صوف پاین ولسوالۍ له مرکز څخه د ګولا کلي د ډبرو سکرو کان ته روان و.

رحماني زیاتوي، چې د پیښې ټپیان بلخ ولایت کې د ابو علي سینا بلخي روغتون ته لیږدول شوي دي.

ورته مهال بلخ کې د طالبانو سیمه ییز چارواکي وايي، چې د بلخ-سمنګان پر لویه لار د یوې ترافیکي پیښې له امله یو کس مړ او څلور نور ټپیان شوي دي.

په بلخ کې د طالبانو د امنیې قومندانۍ ویاند محمد عیسی وثیق وايي، چې پرون ماسپښین مهال د بلخ-سمنګان پر لویه لار یوې سراچه ډوله موټر د فاضلاب موادو له ټانکر سره ټکر کړی او پر مهال یې یاده مرګ ژوبله اوښتې ده.

په بلخ کې د طالبانو پولیسو د پیښې لامل د موټر چلوونکو بې احتیاطي بللې ده.

دغه راز زابل کې بیا سرچينې وايي، چې نن (شنبه، ۲۲ د وږي)  سهار د دې ولایت د مرکز کلات ښار اړوند د سينک پُله سيمه کې د یوه موټرسايکل او ټيلر موټر د ټکر په ترڅ کې موټر سايکل چلوونکی ځای پرځای مړ شوی دی.

سرچینې د دې پیښې څرنګوال او لامل نه دی په ګوته کړی او نه هم ځایي طالبانو په دې تړاو څه ویلي دي.

سرچینه همدارنګه وایي، چې د همدې ولايت مرکز کلات ښار کې بیا په یوه بله پیښه کې يوې کرولا موټر یو کس وهلی او سخت ژوبل دی.

په همدې حال کې د ارزګان امنيې قومندانۍ لپاره د طالبانو وياند بلال ارزګانی وایي، چې تيره شپه د دې ولايت په مرکز ترينکوټ کې يو تيز سرعته موټر د خپل اصلي مسير څخه اوښتی او پر مهال یې یو کس مړ او دوه تنه نور سخت ژوبل شوي دي.

ارزګاني د موټر د نوعیت او د ټپیانو په اړه معلومات نه دي ورکړي.

د افغانستان په بیلابیلو ولايتونو کې هره ورځ زيات شمير کسان په ترافيکي پيښو کې ژوند له لاسه ورکوي، چې تر ډیره یې لاملونه خراب سړکونه، تیز سرعت او بې احتیاطي بلل کېږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه