هلمند او کندهار کې دوه ماشومان تر اختطاف وروسته وژل شوي

اطلاعات روز: په هلمند او کندهار کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې په دې ولایتونو کې دوه ماشومان تر تښتول کیدو وروسته وژل شوي دي.

هلمند کې سرچینې وایي، چې انسان تښتوونکو د دې ولایت له مرکز لښکرګاه څخه د زبیر احمد په نوم یو ۱۵ کلن ماشوم تښتولی او د همدې ولایت په سنګین ولسوالۍ کې یې وژلی دی.

د زبیر احمد یو نږدې خپلوان وایي، چې نوموړی په لښکرګاه ښار کې د بُست خصوصي ښوونځي زده‌کوونکی و او لس ورځې وړاندې کور ته پر لار اختطاف شوی او تېره ورځ (چهارشنبه، ۱۹ د وږي) یې جسد د سنګین ولسوالۍ په یوه څاه کې موندل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې انسان تښتوونکو د وژل شوي ماشوم له کورنۍ څخه په ټاکلې موده کې ۱۵۰زره ډالر غوښتي وو، خو کورنۍ یې د دغه شمیر ډالرو د ورکړې توان نه درلود او له کبله یې انسان تښتوونکو زبیر وژلی دی.

سرچینې وایي، چې د وژل شوي ماشوم پلار عبدالخالق نومېږي او په لښکرګاه ښار کې شخصي کاروبار لري.

هلمند کې د طالبانو امنیتي چارواکو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز کندهار کې ځایي سرچینې وایي، چې د دغه ولایت د ښار په اومه امنیتي حوزه کې هم د محمد په نوم یو ۱۲ کلن ماشوم تر اختطاف وروسته وژل شوی دی.

سرچینه زیاتوي، چې دغه ماشوم څو ورځې وړاندې د اوومې حوزې اړوند سیمه کې کورته پر لار تښتول شوی او د تېرې سې شنبې ورځ یې جسد د یادې سیمې د اتحاد جامه جومات ترڅنګ په یوه څاه کې موندل شوی دی.

د سرچینې په وینا، چې د وژل شوي ماشوم پلار د کندهار ښار په منډوي کې شخصي کاروبار لري او د همدې ښار په اوومه ناحیه کې ژونده کوي.
کندهار کې د طالبانو مسوولینو تر اوسه په دې تړاو څه نه دي ویلي.

په هلمند او کندهار کې بیا عام خلک وایي، چې په دې وروستیو کې دغلته جنایي پېښې زیاتې شوي او د مخنیوي په برخه کې یې طالبان په ناغیړۍ تورنوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه