ندا الناشف: د طالبانو د امر بالمعروف قانون په افغان ټولنه کې تبعیض ژور کړی

webtv

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسار مرستیالې ندا الناشف وایي چې د طالبانو د امر بالمعروف قانون د پلي کوونکو لاس اوس د کورنۍ غړو، مذهبي مشرانو او ګاونډیانو ته هم غزېدلی او د افغانستان په ټولنه کې یې تبعیض ژور کړی.

دې نن (دوشنبه، ۱۷ د وږي) د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د شورا په غونډه کې ویلي چې دې قانون «د ښځو او نجونو خپلواکي» په نښه کړې او د هغوی ظاهر، تګ او ټولنیزې اړیکې کنټرولوي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسارۍ مرستیالې ویلي چې دې قانون له نارینه سرپرست پرته د ښځو تګ-راتګ منعه کړی دی، د هغوی پوښاک یې کنټرول کړی او حتا اجازه ورکوي چې د هغوی غږ «پټ» کړل شي.

د اغلې الناشف په وینا، دا قانون د درو زرو او ۳۰۰ نارینه‌وو له لوري پلی کېږي او هغوی یې د نیونې او فزیکي تاوتریخوالي له لارې پلی کوي.

دې ویلي چې که څه هم د طالبانو د امر بالمعروف او نهی عن المنکر قانون اصلي تمرکز پر ښځو دی، مګر د ۲۰۲۵ کال تر مارچ میاشتې پورې یې نیمې خپلسرې نیونې د همدې قانون پر اساس د نارینه‌وو د وېښتانو د ډول او د جماعت په لمانځه کې د هغوی د نه حضور له امله کړې دي.

اغلې الناشف ویلي چې د افغانستان ښځې د جنیسیت پر اساس له سخت تعبیض او ځپنې سره مخ دي او دا «سیسټماټیک جنسیټ ځور» بلل کېږي.

دې ویلي چې د طالبانو بندیزونو د افغانستان د ښځو پر ټولو اړخونو اغېز کړی دی او په دې لړ کې یې په طبي انسیټیټوټونو کې د ښځو پر زده کړو بندیز ته اشاره کړې او ویلي یې دې چې دې بندیز «د جنسي او میندوارۍ د خدماتو په شمول د افغان ښځو او نجونو د حقونو پر سلامتۍ ویجاړوونکی ګوزار» کړی دی.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو د کمیسارۍ مرستیالې همدا راز ویلي چې طالبانو پر مدني فضا او پر رسنیزو ازادیو سخت محدودیتونه لګولي او د «سانسور، وېرونې او نیونې پر اساس یې یو سیسټم» رامنځ ته کړی دی.

دې ویلي چې ملګرو ملتونو د ۲۰۲۴ کال تر نومبر پورې د ۲۵۶ خبریالانو نیونې او د ۱۳۰ نورو د شکنجې او ورسره د بد چلند پېښې ثبت کړې دي.

د ملګرو ملتونو د بشري حقونو عالي کمیسارۍ مرستیالې د طالبانو د بندیزونو د لغو کېدو غوښتنه کړې او همدا راز یې له دې ډلې غوښتي چې د افغانستان د نړیوالو تعهداتو پیروي وکړي.

دې همدا راز له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د افغانستان د خلګو د اړتیاوو پر بنسټ دې یوه هر اړخیزه تګلاره جوړه کړي، تر څو پایدار پرمختګ او ټیکاو تر لاسه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه