ننګرهار کې د سولې ملاتړ غونډ؛ ګډونوالو د جګړې ژر درېدو غوښتنه وکړه

اطلاعات روز: ننګرهار کې قومي مشرانو د یوې راټولیدنې پر مهال د سولې د پروسې د ملاتړ تر څنګ د روانې جګړې د دریدو غوښتنه وکړه.

 دا غونډه نن (دوشنبه، ۱۶ د وري) د دې ولایت په سره رود ولسوالۍ کې جوړه شوې وه، چې په کې قومي مشرانو، دیني عالمانو او ګڼ شمیر ولسي خلکو ګډون کړی وو.

د غونډې ګډونوالو په هیواد کې د روانې جګړې د دریدو غوښتنې ترڅنګ د سولې په بهیر کې د حکومت پر کړنلارې هم نیوکې وکړې او ویې ویل، دا پروسه څو حکومتي چارواکو د خپلو ګټو په خاطر انحصار کړې، چې له امله یې د سولې خبرې له خنډ او ځنډ سره مخ دي.

غونډې ته د ولسي جرګې پخواني غړي عبدالظاهر قدیر په خپلو خبرو کې د سولې په برخه کې د افغان حکومت په لیږل شوي پلاوي نیوکې وکړې او زیاته یې کړه څه ډول چې لازمه ده ختیځ میشتو ته په دغه پروسه کې پام نه دی شوی.

عبدالظاهر قدیر زیاته کړه: «د جګړې پر ښکیلو خواوو غږ کوم چې جګړه ودروي ځکه دا جګړه پردۍ ده چې قربانیان یې ټول بې ګناه افغانان دي د سولې په بهیر کې باید ختیځ ته ځانګړی پام وشي، خو متاسفانه چې اوس ورته څه ډول چې لازمه ده پام نه دی شوی.»

د ولسي جرګې پخواني غړي عبدالظاهر قدیر د سولې پر پلاوي نیوکې سره وویل، په دې پروسه کې ختیځوال څنګه چې په کار وه، پام کې نه دي نیول شوي.

نوموړی د مسکو له ناستې وروسته په ترکیه کې د افغان سولې په برخه کې جوړیدونکې غونډه برخلیک ټاکوونکي ګڼي او ټينګار کوي چې په یاده غونډه کې دې د تیرو کلونو لاسته راوړنې له پامه ونه غورځول شي.

عبدالظاهر قدیر اندیښنه وښوده که د سولې په برخه کې روانې خبرې پایله ورنه کړي هیواد به له یو لوی ناورین سره مخ شي.

قدیز زیاتوي: «د ترکیه په غونډه کې مهمه خبره دا ده چې باید د تیرو شلو کلونو راسته راوړنې لکه د بیان ازادي او دې ته ورته نورو برخو کې چې مونږ لاسته راوړي دي خوندي وساتل شي او هم دې په یاده غونډه کې د ولس نظر واخیستل شي ترڅو د ولس په خوښه یاده غونډه یوه پایله ورکړي.»

د غونډې ویناوالو له دواړو خواوو وغوښتل، چې د سولې په برخه کې له رامنځته شوې فرصت څخه دې دواړه خواوې ګټه واخلي.

قومي مشر لعل کاکړ وایې، یو شمیر ګاونډیو هیوادونه په دې هڅه کې دي چې د سولې پروسه له ناکامۍ سره مخ کړي او د خپلو ګټو لپاره په هیواد کې روانه جګړه توده وساتي.

کاکړ زیاته کړه: «یو شمیر ګاونډي او نور نړیوال هیوادونه په لوی لاس نه غواړي چې د سولې خبرې دې بریالۍ شي، ځکه دلته هغوی خپلې ګټې لټوي او له همدې امله  دسولې خبرو پر وړاندې ستونزې راولاړوي.»

دیني عالم عبدالحق مجاهد بیا د وینا پر مهال له ښکیلو خواوو د جګړې دریدل غوښتل او پر وسله والو طالبانو یې غږ وکړ چې اوربند دې اعلان کړي.

مجاهد زیاتوي:«مونږ له حکومت او وسله والو طالبانو غواړو چې دواړه لوري باید اوربند وکړي او روانه جګړه دې ودروي او هم باید حکومت شپني عملیات بند کړي او هم وسله وال طالبان باید په ښارونو له بمي چاودنو لاس واخلي.»

ننګرهار کې قومي مشران داسې مهال د سولې له روانو خبرو ملاتړ څرګندوي، چې ټاکل شوې په نږدې راتلونکې کې د افغان حکومت او طالب استازو ترمنځ د سولې په تړاو په ترکیه کې غوڼده جوړه شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه