د افغانستان په ختیځ کې زلزله؛ هیوادونو د مرستې ژمنه کړې او طالبان وایي چې ۱۰۰ میلیون افغانۍ یې ورته ځانګړې کړې دي

اطلاعات روز: د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له کبله اوښتو تلفاتو ته په غبرګون کې ایران، پاکستان، هندوستان او چین خواخوږي ښوولې او ځینو هیوادونو د مرستې وړاندیز کړی؛ خو په عین مهال کې د طالبانو حکومت ویلي چې د هیواد په ختیځ کې یې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره ۱۰۰ میلیون افغانۍ ځانګړې کړې دي.

د ایران د بهرنیو چارو د وزارت ویاند اسماعیل بقایي د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې په تړاو د یوې اعلامیې په خپرولو سره د افغانستان له خلګو او د قربانیانو له کورنیو سره خواخوږي ښوولې او ویلي یې دې چې د زلزلې شدت ته په پام ایران د مرستې او ژغورنې په برخه کې د طالبانو له حکومت سره هر ډول مرستې ته چمتو دی.

بل لور ته د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار هم پر ایکس په یوه پیغام کې ویلي چې د پاکستان د دولت او خلګو له لوري د «ورور افغانستان خلګو او دولت» ته خپل ژور تسلیت وړاندې کوي.

ده لیکلي: «زموږ زړه د دې ویر له کورنیو او غم ځپلو سره دی.»

په عین مهال کې د هند لومړي وزیر نریندرا مودي هم د افغانستان په ختیځ کې د زلزلې له امله خواشیني ښوولې او د قربانیانو له کورنیو سره یې خواږي کړې.

ده پر ایکس لیکلي چې هند چمتو دی چې زلزله ځپلو ته هر ډول بشري مرستې ورسوي.

همدا راز د چین د بهرنیو چارو وزارت هم د افغانستان په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره د مرستې لپاره چمتووالی ښوولی دی.

د دې وزارت ویاند ګوجیاکون نن په یوه خبري غونډه کې ویلي چې چین به د افغانستان اړتیاوو ته په پام خپلې مرستې ورسوي.

بل لور ته د طالبانو د حکومت ویاند ذبیح الله مجاهد هم په یوه خبري کانفرانس کې ویلي چې دې ډلې د طالبانو د کلیو او پراختیا د وزیر ملا محمد یونس په مشرۍ یوې ځانګړې کمیټې ته ۱۰۰ میلیون افغانۍ سپارلې دي، تر څو د هیواد په ختیځ کې له زلزله ځپلو سره مرسته وکړي.

ده ویلي چې دا کمیټه به ځپل شویو سیمو ته روغتیایي ډلې لېږي او زلزله ځپلو ته به خوراکي او د پوښاک توکي رسوي.

طالبانو همدا راز د یوې اعلامیې په خپرولو سره له هیوادوالو غوښتي چې په ختیځو ولایتونو کې زلزله ځپلو ته د سرپناه، خوړو او لباس د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

دې ډلې دولتي ادارو ته هم امر کړی دی چې ځپل شویو سیمو ته ځان ورسوي او د مړو د ښخولو، ټپیانو د درملنې او ځپل شویو ته د لازمو امکاناتو د برابرولو په برخه کې مرسته وکړي.

مرګ ژوبله او زیانونه

تېره شپه (یکشنبه، ۹ د وږي) ۱۱:۴۷ بجې د ریښتر په کچه شپږ درجې زلزلې د هیواد ختیځ ولایتونه ولړزول.

د طالبانو له شمېرو سره سم، د دې زلزلې له کبله د کونړ په نورګل، څوکۍ، وټه پور، ماڼوګي او چپه دره ولسوالیو کې ۸۰۰ تنه مړه شوي او دوه زره او ۵۰۰ نور ژوبل دي.

طالبانو همدا راز ویلي چې دې زلزلې په ننګرهار کې هم ۱۲ تنه مړه کړي او ۲۵۵ نور ژوبل دي.

د طالبانو د ویاند له لوري له اعلان کړو شمېرو سره سم، دې زلزلې په لغمان کې هم ۵۸ او په نورستان کې څلور تنه ژوبل کړي دي.

ده ویلي چې د دې زلزلې له کبله د پنجشیر په ابشار ولسوالۍ کې هم پنځه کورونه ویجاړ شوي، خو مرګ ژوبله نه لري.

د طالبانو ویاند نن په خبري کانفرانس کې وویل چې دا شمیرې ابتدایي دي او ممکنه ده لوړې شي.

ده همدا راز ویلي چې د کونړ ولایت د نورګل ولسوالۍ د «مزار دره» کلی په بشپړه توګه ویجاړ شوی، خو د لارې د خرابوالي له امله لا تر اوسه هم روغتیایي ټیمونو سیمې ته نه دې رسېدلي.

دا په هیواد کې د هرات تر زلزلې وروسته تر ټولو سخته زلزله ده.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه