کابل کې د علیپور ضد لاریون؛ «حکومت دې له علیپوره غچ واخلي»

اطلاعات روز: کابل کې یو شمېر اوسېدونکو میدان وردګو کې د نامسووله وسله وال عبدالغني علیپور پر ضد لاریون وکړ او پر وړاندې یې د حکومت پر کوټلو ګامونو نه اخیستو نیوکې وکړې.

دغه لاریون چې د سوېل ختیځ د ولسونو عالي کمېسیون او بدلون کاروان له خوا نن (دوشنبه، ۱۶ د وري) په کابل کې پر لاره اچول شوی و، علیپور یې «جنګي جنایتکار» وباله او پر حکومت یې غږ وکړ چې د ده له خوا د پوځ چورلکې غورځېدو غچ ترې واخلي.

دغه چورلکه د تېرې کب میاشتې په ۲۷مه د میدان وردګو بهسودو دویمې حصې ولسوالۍ کې د علیپور وسله والو پرځولې وه، چې په کې څلور تنه عمله او پنځه امنیتي ځواکونه له منځه لاړل.

د سویل ختیځ د ولسونو عالي کمیسیون پر خپلې فیسبوکپاڼې د یو پرېکړه لیک په خپرولو سره پر حکومت نیوکه کړې چې ولې د علیپور پر ضد پرېکنده ګام نه اخلي.

د اعلامیې له مخې: «د جنګي جنایتکار علیپور له ترهګریو، ظلمونو، وحشتونو، بدمعاشیو او لنډغریو ولس تر پوزې رسیدلی؛ دې جنایتکار د افغانستان د نظام پر وړاندې سلاح پورته کړې، خو بیا هم حکومت د ده پروړاندې هغه ډول اقدام نه دی کړی، چې لازم و.»

لاریونوالو علیپور «جنګي جنایتکار» وباله او پر حکومت یې غږ وکړ چې د ده له خوا د پوځ چورلکې غورځېدو غچ ترې واخلي.

د دوی په وینا، نننی پراخ ولسي لاريون په دې موخه شوی، چې عدالت دې پلی او قانون دې پر ټولو یو شان تطبیق شي. دوی وایي، په نظام کې دننه ځينې کړۍ «پردېپال» او ترهګر حمایه کوي او زیاتوي چې په دې حرکت سره غواړي نړیوالې ټولنې او افغان حکومت ته دا وښیي چې ولس هر څه له نږدې څاري.

د سویل ختیځ د ولسونو عالي کمیسیون په دې اعلامیه کې د لاریون پرېکړه لیک کې علیپور «قاتل»، «جابر» او «ډاکو» یاد کړی او قانون منګولو ته یې د سپارلو غوښتنه کړې. دوی دغه راز د ولسمشر دویم مرستیال سرور دانش د علیپور په ننګه تورن کړی او له ولسي جرګې یې غوښتي چې د دانش پر وړاندې قانوني او عملي ګامونه واخلي.

په دې اعلامیه کې پر نړیوالې ټولنې هم غږ شوی چې باید د علیپور نوم او ډلګۍ یې د سیمې د ترهګرۍ په تور نوملړ کې ورګډ او په نیولو کې دې له افغان امنیتي ځواکونو سره مرسته وکړي.

دغه راز ویلي:«دولت دې د ايراني استخباراتي کړيو د شومو موخو په مقابل کې ودرېږي او که یې وس نه رسېږي، نو ولس ته دې واضح ووایي، چې موږ ولسونه یوه بله لاره وسنجوي.»

اعلاميه کاږي چې که افغان حکومت د علیپور په قضیه کې بیا سیاسي تعاملاتو ته لومړیتوب ورکړي دوی به خپلو مدني خوځښتونو ته تر هغې دوام ورکړي، چې نړیوالو ته ورسیږي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه