رواداري: په افغانستان کې هدفي، پټې او غیر قضایي وژنې شاوخوا ۳۰ سلنه زیاتې شوي

اطلاعات روز: د بشري حقونو سازمان رواداري وايي، چې د ۲۰۲۵ کال د لومړیو شپږو میاشتو پر مهال افغانستان کې هدفي، پټې او غیر قضایي وژنې شاوخوا ۳۰ سلنه زیاتې شوې دي.

دې سازمان نن (شنبه، ۸ د وږي) په یوه راپور کې ویلي، چې په دې موده کې لږ تر لږه ۲۵۱ تنه په هدفي، مرموز او صحرایي ډول د طالبانو او ناڅرګندو کسانو له‌خوا وژل شوي دي.

رواداري ويلي، دا شمېر د ۲۰۲۴ زېږديز کال د همدې مودې له ۱۹۳ پېښو سره په پرتله شاوخوا ۳۰ سلنه زیاتوالی په ګوته کوي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې په وژل شویو کې ۲۱۹ نارینه، ۲۰ ښځې او ۱۲ ماشومان شامل دي، چې ډېری یې د پخواني حکومت کارکوونکي، د طالبانو د مخالفو ډلو په غړیتوب یا همکاریو په تور تورن، معترضان، قومي مشران او سیمه‌ییز بانفوذه خلک دي.

د رواداري د راپور له مخې، دغه کسان په ډزو، په سړو وسلو، سرونو پرې کولو او اور اچولو سره وژل شوي دي.

دې بنسټ زیاته کړې، چې د دوی یو شمیر یې د وژلو دمخه تښتول شوي، توقیف شوي، ګواښل شوي یا ترې پوښتنې ګروېږنې شوي او ځینې یې د توقیف څخه تر خوشې کیدو وروسته په شکمن ډول وژل شوي دي.

رواداري په خپل راپور کې دا هم ویلي، چې د روان کال په لومړیو شپږو میاشتو کې د پخواني حکومت لږ تر لږه ۲۰ کارمندان په هدفي، مرموز او غیر قضايي ډول وژل شوي یا ټپیان شوي دي.

د دې بنسټ په وینا، چې دا شمیره د ۲۰۲۴ کال د ورته مودې په پرتله شاوخوا ۶۰ سلنه کمښت څرګندوي، مګر دا په وضعیت کې ښه والی نه په ګوته کوي؛ بلکې د دې پیښو معلوماتو او اسنادو ته د لاسرسي په اړه سخت محدودیتونه په ډاګه کوي.

د رواداري د راپور له مخې، طالبان د قربانیانو کورنیو او نورو سیمه ییزو سرچینو ته د ګواښونو او فشار راوړلو له لارې د هدفي، مرموزو او غیر قضايي وژنو په اړه د معلوماتو د چمتو کولو څخه مخنیوی کوي.

د رواداري څرګندوي، چې طالبانو د دې وژنو د عاملینو د محاکمې او سزا په اړه شفاف اقدام نه دی کړی.

دغه بنسټ زیاته کړې، چې طالبانو د ۲۰۲۵ کال په لومړنیو شپږو میاشتو کې د ۲۵۱ هدفي، مرموزو او صحرایي وژنو په تړاو یوازې دوه کسان په کندهار او هلمند کې نیولي او د پاتې پېښو په اړه یې هېڅ اقدام نه دی کړی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه