د طالبانو د مشاعرو قانون؛ د ملا هبت الله پر پریکړو نیوکه کول بند شول

اطلاعات روز: د طالبانو عدلیې وزارت د دې ډلې د مشر لخوا د «مشاعرو د تنظیم» قانون له توشیح کیدو خبر ورکړی. په دې قانون کې راغلي چې شاعران باید په مشاعرو کې د ملا هبت الله اخوندزاده د فرامینو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي او شعرونه یاید د نجونو او هلکانو د ستاینې یا له دوی سره «دوستۍ» ته له دعوتولو څخه خالي وي.

د طالبانو عدلیې وزارت نن (شنبه، ۸ د وږي) په یوې خپرې شوې خبرپاڼه ویلي، چې د «مشاعرو د تنظیم» قانون په رسمي جریده کې خپور شوی دی.

دې وزارت ویلي، چې په دې قانون کې ۱۳ مادې شاملې دي او د مشاعرو د غونډو څرنګوالی او د اشعارو محتوا تنظیموي. د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت د دې قانون د پلي کولو واک لري.

د دغه قانون په څلورمه ماده کې راغلي، شاعران د مشاعرې له غونډې مخکې او د هغې په جریان کې مکلف دي چې اسلامي شعائرو ته له سپکاوي، د قومونو، ژبو او مسلمانانو له تحقیر او تفریق، د «غیر اسلامي اخلاقو او ناروا دودونو» لکه اتڼ، شپیلي او چک چک وهلو او د نجونو او هلکانو ستاینه یا له دوی سره دوستۍ ته له دعوتولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.

د دې مادې پنځمه ماده وايي، چې شاعران باید په خپلو شعرونو کې د طالبانو د مشر د فرامینو، حکمونو او پرېکړو له نقد کولو څخه په جدي توګه ډډه وکړي.

سږ کال د ننګرهار ولایت په «نارنج ګل» مشاعره کې، یو شمیر شاعرانو د افغانستان د اوسني وضعیت او د طالبانو د واکمنۍ په اړه انتقادي شعرونه وویل.

عزت‌الله ځواب، چې د پښتو ژبې نامتو شاعر دی، په خپلو شعرونو کې د طالبانو د حاکمیت لاندې د فرهنګي او تعلیمي محدودیتونو او بندیزونو یادونه کړې وه.

مطیع‌الله تراب، چې تازه وفات شوی هم په خپلو شعرونو کې له طالبانو وغوښتل چې لویه جرګه جوړه کړي او ټینګار یې دا و چې «حکومت باید د خلکو د غوښتنې پر اساس وي».

له دې سره هممهاله د «نارنج ګل» مشاعره د طالبانو له سخت غبرګون سره مخ شوه او دې ډلې په ننګرهار کې د خپلو اطلاعاتو او کلتور رییس له دندې لېرې کړ او د مشاعرو د جوړولو پروسه یې وځنډوله.

داسې ښکاري چې طالبان د «مشاعرو د تنظیم» قانون په جوړولو سره هڅه کړې چې د دې ډلې پر وړاندې د هر ډول نیوکې مخنیوی وکړي.

په دې قانون کې راغلي، شاعران مکلف دي چې د خپلو اشعارو په محتوا کې اسلامي اخلاق، شرعي سیاست، د نفس تزکیه، د اسلامي عقیدې تحکیم، د امت وحدت او اسلامي غوښتنو ته بلنه په پام کې ونیسي.

د دې قانون له مخې، د شعر منځپانګه باید له خیالي مینې، ناوړه غوښتنو او بې ځایه احساساتو پاکه وي.

طالبانو په دې قانون کې ویلي، چې شاعران باید خپل شعرونه داسې چمتو کړي، چې پکې غیر اسلامي فکرونه لکه کمونیزم، نیشنالیزم، فیمینیزم، ډیموکراسي او الحاد رد کړي.

دا قانون وايي، چې د طالبانو د اطلاعاتو او کلتور وزارت او د دوی ولایتي دفترونه اړ دي چې د مشاعرو شعرونه ثبت کړي او وروسته له هغه چې شعرونه د ارزونې بورډ لخوا تایید شي او هغه له یو ځانګړي پتې څخه خپاره کړي.

د طالبانو د دې قانون پر بنسټ، هغه شاعران او سندرغاړي چې د ټولنیز اصلاح په برخه کې د شعر له لارې کار وکړي، جایزې به ترلاسه کړي او هغه کسان چې له دې قانون سرغړونه کوي باید مجازات شي.

طالبانو لا دمخه د افغان اتباعو د حقونو او آزادیو محدودولو په موخه څو قوانین تصویب کړي دي.
دې ډلې په وار وار د رسنیو فعالان او خبریالان د خپلو پالیسیو د نیوکې کولو له امله نیولي او بندیان کړي دي.

اوس مهال، هغه رسنۍ چې د طالبانو تر کنټرول لاندې فعالیت کوي له سخت سانسور سره مخ دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه