د روسیې د ملي امنیت د شورا مشر: په افغانستان کې تر ۲۳ زره زیات «ترهګر» شته دي

Photo: ARG

اطلاعات روز: د روسیې د ملي امنیت د شورا عمومي منشي سرګئي شویګو ویلي چې د دې هیواد ارزونه ښیي چې په افغانستان کې ۲۰ ترهګرې ډلې موجودې دې او ۲۳ زره غړي لري.

ده په هغه مقاله کې چې نن (جمعه، ۷ د وږي) یې په دولتي ورځپاڼه «روسیسکایا ګازتا» کې خپره کړې ویلي چې دا ډلې د سیمې او نړۍ لپاره جدي ګواښ دی.

د روسیې د ملي امنیت د شورا عمومي منشي ویلي چې تر ټولو لویه اندېښنه د داعش خراسان ډله ده چې تر ډېره د افغانستان په ختیځ، شمال او شمال ختیځ کې زده کړییز او عملیاتي مرکزونه لري.

سرګئي شویګو په عین مهال کې ادعا کړې چې طالبان له دې ترهګرو ډلو سره مبارزه کوي او که پر طالبانو د لوېدیځ بندیزونه نه وای، دا مبارزه به لا هم اغېزمنه وای.

تر دې وړاندې ملګرو ملتونو هم په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې په شمول د ترهګرو ډلو د شتون په اړه اندیښنه ښوولې وه.

له ترهګرۍ سره د مبارزې په برخه کې د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف د دې سازمان په غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش خراسان ډلې حضور لا هم د افغانستان او تر دې هاخوا سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی.

مګر طالبان په افغانستان کې د داعش او نورو ترهګرو ډلو شتون ردوي.

دا ډله ادعا کوي چې په افغانستان کې داعش خراسان ډله تر ځپل کېدو وروسته خپل عملیاتي مرکزونه او پناهځایونه پاکستان ته انتقال کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه