پر ننګرهار، خوست او کونړ هوایي بریدونه؛ طالبانو تر اوسه د چا نوم نه دی اخیستی

اطلاعات روز: په ننګرهار، خوست او کونړ کې طالب مسوولین او سرچینې خبر ورکوي، چې د دې ولایتونو پر یو شمیر ولسوالیو بې پیلوټه الوتکو هوایي بریدونه کړي دي.

ننګرهار کې طالب مسوولین وایي، چې د دغه ولایت په شینوارو ولسوالۍ کې بې پيلوټه الوتکو هوایي بریدونه کړي، چې پر مهال یې د یوې ښځې او درې ماشومانو په ګډون څلور کسان ټپیان شوي دي.

د دغه ولایت د اطلاعاتو او کلتور ریاست لپاره د طالبانو د اطلاعاتو امر قریشي بدلون وایي، چې تېره شپه (دوشنبه، ۵ د وږي) ۱۱:۳۰ بجې د شینوارو ولسوالۍ اړوند «۲۸مې ویالې» سیمه کې بې بيلوټه الوتکو د شهسوار په نوم د یوه ولسي وګړي کور په نښه کړی، چې د پرلپسې بریدونو په ترڅ کې د نوموړي یوه مېرمن او درې ماشومان ټپیان شوي او دغه راز د کور درې خونې یې په بشپړ ډول ویجاړې شوي دي.

د هغه په خبره ټپیان یې پر وخت د ننګرهار سیمه ییز روغتون ته لېږدولي چې ډاکټرانو یې روغتیایي وضعیت د ډاډ وړ بللی دی. نوموړي په دې اړه له څه ویلو ډډه کړې چې دا هوایي بریدونه د چا له خوا ترسره شوي دي.

بلخوا د ننګرهار له مومندرې، ګوشتې، لعپلورې او دور بابا ولسوالیو څخه هم ځېنو سرچینو اطلاعات ته وویل، چې په ولسوالیو کې یې تېره شپه بې پيلوټه الوتکو په ځېنو سیمو هوایي بریدونه کړي، خو د تلفاتو په اړه یې دقیق معلومات نه لري.

په ورته مهال په خوست او کونړ ولایتونو کې هم بې پیلوټه الوتکو هوایي بریدونه کړي او د ولسي خلکو کورونه یې په نښه کړي دي.

خوست کې د ټولنیزو رسنیو یو شمیر کاروونکو پر خپلو پاڼو لیکلي، چې تېره شپه د پاکستان ډرون الوتکو د قومي مشر حاجي محمد نعیم کور بمبار کړی او دوه ماشومان یې وژلي دي. خو په خوست کې د طالبانو ځایي مسوولینو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي.

دغه راز کونړ کې ځایي سرچینې خبر ورکوي، چې د پاکستان بې پېلوټه الوتکو ډېورنډ فرضي کرښې ته څېرمه د دغه ولایت د سرکاڼو، دانګام او منورې ولسوالیو پر یو شمېر سیمو بریدونه کړي.

سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې دا بریدونه تېره شپه شاوخوا ۱۱:۰۰ بجې شوي دي.

سرچینو د دغو هوایي بریدونو د احتمالي اوښتي زیان په اړه جزیات نه دي ورکړي؛خو زیاتوي چې دا بې پېلوټه الوتکې د ډېورنډ له فرضي کرښې د کونړ سیمو ته اوښتې وې.

تر دا مهاله کونړ کې د طالبانو سیمه ییزو مسوولینو د پاکستان بې پېلوټه الوتکو د بریدونو په تړاو رسنیو ته څه نه دي ویلي.

پاکستانۍ بې پېلوټه الوتکو تر دې وړاندې د کونړ پر ګڼو سیمو هوایي او ځمکني بریدونه کړي او هدف یې هم په دې ولایت کې د پاکستاني طالبانو یا ټي ټي پي د جنګیالیو په نښه کول بللي دي.

که څه طالبانو تراوسه نه ده منلې چې دا بریدونه د چا له خوا ترسر شوي، خو تر دې وړاندې پاکستان څو ځله د افغانستان په سرحدي سیمو کې د ټي ټي پي جنګیالیو د ځپلو لپاره دا ډول بریدونه کړي وو.

له کله راهیسې چې طالبان واک ته رسېدلي پاکستان په څو ځلي په ښکاره ډول د افغانستان پر حریم یرغل کړی او دلته یې د ټي ټي پي د قومندانانو د وژلو په پلمه هوایي بریدونه ترسره کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه