اطلاعات روز: د کندهار امنیه قوماندان تادین خان سکرټر محمدقسیم ازاد وایي، د دې ولایت امنیه قوماندان تادین خان لا استعفا نه ده کړې.
د ښاغلي تادین خان سکرټر نن (دوشنبه، ۱۶ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، چې د کندهار امنیه قوماندان تادین خان استعفا حقیقت نه لري او لا یې دا هوډ نه دی کړی، خو ښاغلي ازاد زیاتوي چې ښایي پر ځای یې بل قوماندان راشي.
له بلې خوا کورنیو چارو وزارت کې یوه معتبره سرچینه چې نه غواړي نوم یې واخیستل شي، اطلاعات روز ته تاییدوي چې د ښاغلي تادین خان پر ځای به ژر بل کس معرفي شي.
دا په داسې حال کې ده چې تېره ورځ ځینو رسنیو د کندهار د امنیه قوماندان تادین خان د استعفا خبر خپور کړ او ویې ویل چې پر ځای یې محمدشریف سرطیب ټاکل شوی دی.
