د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام: د سرپناه له نشتوالي پرته د کډوالو ادغام ناشونی دی

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام وايي، چې د خوندي سرپناه پرته د راستنېدونکو بېرته ادغام ناشونی دی.

دې پروګرام نن (یکشنبه، ۲ د وږي) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې راستنیدونکي د مناسب کور پرته بیا ځل خپل ژوند نه شي جوړولی.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام زیاته کړې، چې له خپلو همکارانو سره کار کوي تر څو ځواب ترلاسه کړي، خو اړتیاوې د شته سرچینو څخه خورا زیاتې دي.

د دې پروګرام مشرې سټیفاني لوز ټینګار کړی چې سرپناه او وروسته مناسب کور د بېرته ادغام او د یوې نوې او باعزته ژوند د پيل مهمې برخې دي.

هغې مخکې هم ویلي و، چې افغانستان ته ډیری راستنیدونکي د تګ لپاره هیڅ ځای نه لري.

د کډوالۍ نړیوال سازمان په وینا، د ۲۰۲۳ کال د سپتمبر راهیسې له ایران او پاکستان څخه له څلورو میلیونو څخه ډیر کډوال افغانستان ته راستانه شوي دي.

دغه سازمان څرګنده کړې چې یوازې د ۲۰۲۵ کال په اوږدو کې له ۱.۵ میلیون ډېر کسان افغانستان ته ستانه شوي، او تمه کېږي چې د پاکستان د حکومت د پناه‌ غوښتونکو د استوګنې د نه‌غځولو د پرېکړې له امله به یو میلیون نور هم له پاکستانه راستانه شي.

د کډوالۍ نړیوال سازمان ویلي، چې د سیمه ییزې همکارۍ او بیړني نړیوال ملاتړ پرته د کډوالو د راستنیدو کړکیچ کولی شي په یوه پراخه بشري بحران بدل شي چې د افغانستان او هاخوا لپاره به سختې پایلې ولري.

دا مهال یو له جدي ستونزو څخه چې راستنیدونکي ورسره مخ دي د سرپناه نشتوالی دی. د ډله ییزې راستنیدو له پیل راهیسې، د افغانستان ښارونه د کورونو له کمښت سره مخ دي او کرایې ډیرې لوړې شوې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه