طالبان: په افغانستان کې د بهرنیو خپلسرو ډلو د حضور په تړاو اندېښنه بې اساسه ده

Photo: BNA

اطلاعات روز: د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور یو ځل بیا رد کړی او ویلي یې دې چې «په امنیت شورا کې په افغانستان کې د خپلسرو ډلو د شتون په اړه اندیښنې بې اساسه دي.»

ده نن (جمعه، ۳۱ د زمري) پر ایکس د یوه پیغام په خپرولو سره لیکلي چې طالبان له «هغو اړخونو چې دا ډول اندیښنې مطرح کوي، غواړي چې له کوم دلیل پرته دې هڅه نه کوي چې افغانستان بې ثباته وښیي».

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي مرستیال ولادیمیر ورونکوف له تروریزم سره د مبارزې په تړاو په خپلو وروستیو تازه څرګندونو کې ویلي چې په افغانستان کې د داعش خراسان د ډلې حضور د مرکزي اسیا او تر هاخوا سیمې لپاره یو جدي ګواښ دی.

ده د امنیت شورا په یوه غونډه کې ویلي چې په افغانستان کې داعش ډله لا هم ملکي وګړي په نښه کوي او د طالب چارواکو په تړاو له نارضایتیو «ناوړه ګټه» اخلي.

د داعش د ګواښ په اړه د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په یوویشتم راپور کې هم ویل شوي چې په مرکزي اسیا او افغانستان کې دا ډله لا هم د سیمې او نړۍ په کچه یو جدي ګواښ دی.

له دې راپور سره سم، د ثناء الله غفاري په مشرۍ داعش ډله چې دوه زره جنګیالي لري، د افغانستان له داخل او د مرکزي اسیا او د شمالي روسیې د قفقاز سیمې په شمول د افغانستان له بهر څخه هم جنګیالي جذبوي او په دې لړ کې د نورو ډلو ناراضه شوي جنګیالي هم له ځان سره ملګري کوي.

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي په راپور کې ویل شوي چې د طالبانو هڅو د داعش وړتیا کمه کړې ده، مګر دا ډله په نسبي مصوونیت سره خپل فعالیت دوامداره ساتي.

په دې راپور کې ویل شوي چې له سوریې مرکزي اسیا او افغانستان ته د جنګیالو د لېږد او هلته د ځای پر ځای کېدو په تړاو اندیښنې شته.

تېره شپه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په غونډه کې د ایران دایمي استازي له سوریې افغانستان ته د جنګیالیو د لېږدېدو په تړاو خپله اندېښنه وښوده.

ده وویل: «موږ د هغو راپورونو په اړه سخت اندېښمن یو چې له سوریې افغانستان ته د بهرنیو جنګیالیو د لېږد په تړاو ورکول کېږي، دا چاره د افغانستان د ګاونډیانو او سیمې ثبات ګواښي.»

خو د طالبانو ویاند ویلي چې «د داسې ادعا د ثابتولو لپاره هیڅ ډول شواهد نشته». ذبیح الله مجاهد پوښتلي چې «له کوم دلیل او لاسوند پرته د داسې اندېښنو مطرح کول د چا په ګټه دي او موخه یې څه ده؟»

طالبانو تر دې وړاندې هم په ځلونو په افغانستان کې د ترهګرو ډلو حضور رد کړی دی.

دا ډله وایي چې داعش ډله ځپل شوې، مګر د وروستیو څلورو کلونو پر مهال داعش ډلې وخت ناوخته د ملکیانو او په خپله طالبانو په وړاندې بریدونه ترسره کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه