د کابل په درې اړخیزه غونډه کې پر «سیمه‌ییز نښلون او له ترهګرۍ سره پر مبارزې» خبرې کېږي

Photo: @HafizZiaAhmad

اطلاعات روز: ټاکل شوې ده چې نن (چهارشنبه، ۲۹ د زمري) د پاکستان، چین او طالبانو د بهرنیو چارو وزیران په کابل کې یوه درې اړخیزه غونډه وکړي.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت ویلي چې په دې غونډه کې د درو هیوادونو تر منځ د همکارۍ د زیاتوالي په ځانګړې توګه د سوداګرۍ، سیمه‌ییز نښلون او له ترهګرۍ سره د مبارزې په تړاو به خبرې وشي.

د دې وزارت په اعلامیه کې ویل شوي چې ټاکل شوې د پاکستان د لومړي وزیر مرستیال او د بهرنیو چارو وزیر محمد اسحاق ډار به د طالبانو د بهرنیو چارو له وزیر سره په یوه دوه اړخیزه غونډه کې هم وویني او د دوه اړخیزو مسایلو په اړه به ورسره خبرې وکړي.

د طالبانو د بهرنیو چارو وزارت پرون اعلان کړی و چې د درو اړخونو په دې پرلپسې شپږمه غونډه کې به د درو سرو هیوادونو تر منځ د سیاسي، اقتصادي او سیمه‌ییزو همکاریو په تړاو خبرې وشي.

دې وزارت ویلي: «تمه ده چې د دې غونډې ګډونوال به د راتلونکو اړیکو په تړاو د ګډو ګټو، متقابل تفاهم او هر اړخیزې همکارۍ پر اساس له یوه-بل سره د نظریاتو تبادله وکړي.»

پاکستان او چین له یوه-بل سره نژدې اړیکې لري.

د طالبانو تر واکمنۍ لاندې افغانستان ته دا د اسحاق ډار درېیم سفر دی. د چین د بهرنیو چارو وزیر وانګ‌یي هم تر دې وړاندې کابل ته سفر کړی دی.

پاکستان تازه د چین په منځګړیتوب له طالبانو سره خپلې اړیکې ښې کړې دي. د پاکستان او طالبانو اړیکې په افغانستان کې د پاکستاني طالبانو د فعالیت له امله ترینګلې وې.

د اسلام اباد او کابل تر منځ د اړیکو د ښه کولو لپاره د کېدونکو هڅو تر څنګ، ټاکل شوې ده چې په راتلونکو ورځو کې پاکستان د طالبانو د مخالفینو د یوې غونډې کوربتوب وکړي.

طالب چارواکو پرون په خپلو ویناوو کې دې غونډې ته غیر مستقیمه اشاره وکړه او د افغانستان له ګاونډیو هیوادونو یې وغوښتل چې د دې هیواد په کورنیو چارو کې لاسوهنه ونه کړي. دوی ټینګار کاوه چې نورو هیوادونو ته بدې ادارې نه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه