معترضې ښځې: د وروستیو څلورو کلونو پر مهال نړۍ د طالبانو پر خلاف د اقدام پر ځای، له هغوی سره تعامل وکړ

اطلاعات روز: «جنبش شنبه‌های ارغواني» وایي چې د وروستیو څلورو کلونو پر مهال نړیوالې ټولنې او نړیوالو بنسټونو د «طالبانو د جنایتونو په وړاندې» د درېدو او د هغوی په وړاندې د اقدام پر ځای، له دې ډلې سره تعامل وکړ.

د دې غورځنګ غړو په هغه اعلامیه کې چې نن (جمعه، ۲۴ د زمري) خپره شوې، ویلي چې له دې ډلې سره تعامل په غیر مستقیمه توګه د دې ډلې څنګ ته د ورتګ، د هغوی د جنایاتو د عادي کېدو او د هغوی پر پراخو بشري سرغړونو د سترګو پټولو په معنا دي.

دوی ویلي چې طالبانو د خپلو سیاستونو او د منځنیو پېړیو د ایډیولوژیو په تعقیب د تېرو څلورو کلونو پر مهال په سیسټماټیکه او بې رحمانه توګه د بشریت پر خلاف جدي جنایتونه کړي دي او د افغانستان ښځې یې په قصدي توګه په نښه کړې دي.

د دې معترضو ښځو په اعلامیه کې راغلي: «په سلګونو ښځې له لارو او کوڅو، کارځایونو او حتا کورونو څخه په تاوتریخجنه توګه نیول شوې دي. پر لسګونو ښځو په زندان کې په جنسي توګه کړول شوې او تېری پرې شوی او شکنجه شوې دي؛ د هغوی ډېری لا هم تر ګواښ او دوامدارې ویرې لاندې ژوند کوي.»

«جنبش‌ شنبه‌های ارغواني» ویلي چې طالبانو د افغانستان له ښځو د بنسټیز اعتراض حق اخیستی دی او د خپلې ځپنې په سازماني سیاست سره یې خپل زندانونه د ښځو په شکنجه ځای او هغوی ته په واړه جهنم بدل کړي دي.

دې اعتراضي غورځنګ همدا راز ویلي: «معترضې ښځې په دې زندانونو کې له نیونې، شکنجې، کړونې او تېري سره مخ دي او حتا ځیني یې وژل شوې دي. له دې پرته طالبان ښځې ګواښي چې که یې په اعتراضونو په ځانګړې توګه د لارو او کوڅو پر سر لاریونونو کې ګډون وکړ نو وبه نیول شي، شکنجه او جنسي تېری به پرې وکړي.»

د دې غورځنګ غړو د افغانستان د ښځو د اعتراض د حق په رسمیت پېژندل او تضمینېدل غوښتي او همدا راز یې غوښتنه کړې چې د طالبانو په ځانګړې توګه د دې ډلې د استخباراتو پر زندانونو باید په دقیقه توګه څار وشي.

دوی ویلي چې باور لري چې زیاتې بې ګناه ښځې لا هم د طالبانو په زندانونو کې دي او رسنۍ ترې خبرې نه دي.

د دې غورځنګ غړو د فکري ایتلاف او په افغانستان کې د قانون او ټولټاکنو له لارې د حکومت د جوړېدو غوښتنه کړې او له خلګو یې هم غوښتي چې د طالبانو پر خلاف راپاڅي.

طالبان څلور کاله وړاندې په همدې ورځ کابل ته ننوتل او د پخواني ولسمشر محمد اشرف غني تر تېښتي ورسته یې د ولسمشرۍ ماڼۍ ارګ واک واخیست.

دې ډلې د خپلې واکمنۍ په دوره کې د ښځو اعتراضونه په کلکه ځپلي او ګڼې معترضې ښځې یې نیولې او زنداني کړې دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه