امریکایي او پاکستاني چارواکو د ترهګرۍ پر وړاندې د مبارزې پر ګډه ژمنه ټینګار کړی

اطلاعات روز: د پاکستان د بهرنيو چارو وزارت له امريکايي چارواکو سره د ترهګرۍ ضد مبارزې په اړه د وروستي پړاو خبرو اترو ترسره کېدو خبر ورکړی او زياته کړې يې ده، چې دواړو لورو «د ترهګرۍ د ټولو ډولونو او بڼو پر وړاندې د مبارزې په ګډه ژمنه ټينګار کړی دی».

دغه ناسته تېره ورځ (سې شنبه، ۲۱ د زمري) په ملګرو ملتونو کې د پاکستان د ځانګړي استازي نبیل منیر او د امریکا د بهرنیو چارو وزارت د ترهګرۍ ضد مبارزې د همغږي کوونکي ګرګوري ډي لوګرفو په ګډه مشرۍ ترسره شوې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت د اعلامیې له مخې، چې دواړو لورو د ترهګریزو ګواښونو پر وړاندې د اغېزمنو تګلارو د پراختیا پر حیاتي اهمیت ټینګار وکړ، چې پکې د بلوچستان د ازادۍ د پوځ، داعش خراسان او تحریک طالبان پاکستان ګواښونه هم شامل دي.

یاد وزارت ویلي، چې متحده ایالاتو د هغو ترهګرو ډلو په کنټرول کې د پاکستان د دوامداره بریالیتوب ستاینه وکړه چې سیمه ییز او نړیوال سولې او امنیت ته ګواښ پیښوي.

دغه د امریکا پلاوي د ملکي وګړو او امنیتي ځواکونو د تلفاتو په اړخ له پاکستان سره خواخوږي څرګنده کړې.

د پاکستان د بهرنیو چارو وزارت اعلامیه کې راغلي، چې دواړو پلاوو د امنیتي ننګونو د ځواب ویلو او د ترهګریزو موخو لپاره د راټوکېدونکو ټکنالوژیو د کارونې د مخنیوي په برخه کې د لا پیاوړو بنسټیزو چوکاټونو د رامنځته کولو او د وړتیاوو د پراختیا پر اهمیت ټینګار وکړ.

دغه راز پاکستاني او امریکايي چارواکو په څو اړخیزو راټولیدنو په ځانګړي ډول ملګرو ملتونو کې د ترهګرۍ پر وړاندې د اغېزمنو او دوامداره تګلارو د پرمختګ لپاره د نږدې همکارۍ ټینګار کړی او پر دې یې باور څرګند کړی چې پرله‌پسې او منظم تعامل د ترهګرۍ د مخنیوي او د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره حیاتي اهمیت لري.

په افغانستان کې د امریکا د دوو لسیزو شتون په جریان کې، پاکستان د واشنګټن د متحد په توګه پیژندل کیده او له امریکا څخه یې مالي مرسته ترلاسه کوله، مګر په ورته وخت کې اسلام آباد د دوه ګوني لوبې په کولو تورن و.

د افغانستان د پخواني حکومت چارواکو پاکستان د ترهګریزو ډلو او په افغانستان کې د ناامنیو پر ملاتړ تورن کړی و.

پاکستان اوس وايي، چې په افغانستان کې ترهګرې ډلې د طالبانو تر کنټرول لاندې شتون لري او د دې هیواد له خاورې په ګټې اخیستنې په پاکستان کې د بریدونو لپاره کار اخلي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه