چټک ښاري کېدل؛ ملګري ملتونه: د افغانستان ښارونه چمتو نه دي

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام د افغانستان د ښاري کېدنې وده چټکه بللې او ویلي یې دي چې د افغانستان ښارونه د دې ډول چټکوالي لپاره چمتو نه دي.

دې پروګرام نن (چهارشنبه، ۲۲ د زمري) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې په ۱۹۵۰ کال کې د افغانستان یوازې پنځه سلنه وګړي په ښارونو کې اوسېدل؛ خو دا سلنه په ۲۰۲۲ کال کې ۲۵ ته رسېدلې او اټکل کېږي چې تر ۲۰۶۰ کال پورې به ۵۰ سلنې ته لوړه شي.

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام ویلي، چې د افغانستان ښارونه لا هم دې ډول چټکې ودې لپاره چمتو نه دي. د دې پروګرام په ټکو: «موږ باید همدا اوس ښاري کېدنه د یوه مثبت بدلون د محرک په توګه د استفادې لپاره اقدام وکړو.»

د ملګرو ملتونو د بشري استوګنې پروګرام په وینا، د افغانستان د ښاري نفوس له ۴۰ سلنې څخه ډیر په کابل کې ژوند کوي؛ دا ښار اوس مهال د چاپیریال او اوبو له خورا جدي بحران سره مخ دی.

یو شمیر متخصصینو د کابل د ځمکې لاندې اوبو د کمښت په اړه خبرداری ورکړی، او ویلي یې دي چې د افغانستان پلازمینه ممکن لومړی ښار شي چې په بشپړ ډول اوبه له لاسه ورکړي.

د غیر دولتي سازمان مرسي کورپس له خوا په دې وروستیو کې د خپاره شوي راپور له مخې، د کابل د ځمکې لاندې سرچینو کې د اوبو کچه په تیرو لسو کلونو کې د چټک ښاري کیدو او د اقلیم د بحران له امله ۳۰ متره کمه شوې ده.

د دې راپور له مخې، د اوبو استخراج اوس مهال د ځمکې لاندې اوبو د طبیعي بیا چارج په پرتله په کلني ډول ۴۴ میلیون مکعب متره ډیر دی.

داسې خبرداری ورکړل شوی، که دا چاره دوام ومومي، د کابل ټولې ځمکې لاندې اوبو سرچینې به د ۲۰۳۰ کال تر پیل پورې وچې شي، چې د ښار اووه میلیونه اوسیدونکي به له خطر سره مخ کړي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه