طالبانو په ننګرهار کې رسنیو ته امر کړی چې ټولې خپرونې د دوی بري ورځې ته ځانګړې کړي

اطلاعات روز: په ننګرهار کې یو شمېر سرچینو اطلاعات روز ته وویل، چې په دغه ولایت کې د اطلاعاتو او کلتور ریاست د طالبانو د بري د څلورمې کلېزې په پار د سیمه ییزو رسنیو د خپرونو لپاره یوه ځانګړې طرحه جوړه کړې ده.

د یوې غږیزې رسنۍ د خپرونو مسوول د نوم نه ښودلو په شرط وویل، چې د ځانګړې شوې طرحې له مخې د رسنیو مسوولان په جدي ډول مکلف شوي چې خپلې ټولې تلوېزیوني او راډیویي خپرونې د (اسد۲۴مې) د طالبانو د بري ورځې لپاره ځانګړې کړي.

د سرچینې په خبره د یاد ریاست یوه پلاوي په ټولو رسنیو څار ترسره کړی او په ټینګار یې ورڅخه غوښتنه کړې، چې د طالبانو د بري د څلورمې کلېزې لپاره خپل پروګرامونه ځانګړي کړي.

یو بله سرچینه هم تاییدوي چې دوی د اطلاعاتو او کلتور ریاست له لوري مجبور شوي، چې د رسنۍ شته ټولې خپرونې د طالبانو د بري ورځ لپاره وقف کړي.

سرچینه زیاتوي په دې طرحه کې ژوندۍ، ثبتي خپرونې او دغه راز لنډ غږېز او انځورېز کلیپونه شامل دي چې طالب مسوولین او دغه راز طالب سرتيري په کې خپلې پخوانۍ جګړېزې کېسې او داستانونه بیانوي.

بلخوا د ننګرهار د اطلاعاتو او کلتور ریاست هم د یوې خبرپاڼې په خپرولو سره ویلي، چې په دغه ولایت کې یې د (اسد۲۴مې) په پار یې له ځانګړو راډیویي پروګرامونو ارزونه ترسره کړې ده.

خبرپانه کې د یاد ریاست د اطلاعاتو آمر قریشي بدلون له قوله ویل شوي، چې هغه د دغه ولایت د ټولو رسنیو له مسوولینو غوښتي چې د دې ورځې د ارزښت په اړه عامه پوهاوی لا پراخ کړي او د دوی د بري ورځې لپاره په خپلو پروګرامونو کې د هېواد د ځوانانو د سرښندنو او قربانیو په اړه پوره رڼا واچوي.

طالبان هر کال د (اسد۲۴مه) د تېر جمهوري نظام د نسکورېدو او د خپل بري د ورځې په توګه په کابل او ولایتونو کې نمانځي.

 طالبان داسې مهال رسنۍ د خپل بري ورځې لپاره د خپرونو په نشرولو مکلف کړي، چې دې ډلې د هیواد په نږدې ۲۰ ولایتونو کې د رسنیو له لارې د ژوندیو موجوداتو پر انځور خپرولو بندېز لګولی او دغه راز په تېره یوه میاشت کې یې په بېلابېلو ولایتونو کې شاوخوا لس خبریالان او رسنېز فعالان نیولي او زنداني کړي دي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه