یوناما: طالبانو بې چادرۍ ښځې بازارونو ته له ننوتلو او عامه ترانسپورټ له کارولو منع کړي

اطلاعات روز: په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندویه پلاوی (یوناما) وايي، چې طالبانو د ښځو پر جامو څارنه زیاته کړې او په ځینو مواردو کې یې بې چادرۍ ښځې بازارونو ته له ننوتلو او عامه ترانسپورټ له کارولو منع کړې دي.

د یوناما د بشري حقونو د برخې په راپور کې چې نن ‌(یکشنبه، ۱۹ د زمري) خپور شوی، ویل شوي چې طالبانو په ځانګړي ډول په هرات کې ښځې د چادرۍ اغوستلو ته اړ ایستلې دي.

راپور کې راغلي، چې د طالبانو امربالمعروف او نهې عن المنکر مامورینو د می د ۸مې او ۳۰مې ترمنځ په هرات کې یو شمېر ښځې د چادرۍ نه اغوستلو له امله بازارونو ته له ننوتلو او عامه ترانسپورټ له کارولو څخه منع کړې دي.

په راپور کې ویل شوي چې یو شمېر ښځې تر هغه وخته پورې د طالبانو په توقیف کې ساتل شوې وې چې خپلوانو یې برقعې نه وې راوړې.

یوناما دا هم ویلي، چې د روان کال په جون کې، د طالبانو امربالمعروف مامورینو د ارزګان ولایت په مرکز ترینکوټ ښار کې هغه ښځې نیولي وې چې د چادرۍ پر ځای یې منظم حجاب اغوستی و.

د یوناما د بشري حقونو د برخې په راپور کې همداراز راغلي، چې طالبانو له ښځو سره د محرم نارینه پر شتون څار زیات کړی دی.

یوناما زیاته کړې، چې دوی داسې راپورونه ترلاسه کړي چې د طالبانو امربالمعروف مامورینو روغتیایي مرکزونو، دوکانونو، بازارونو، دولتي دفترونو او ټکسي چلوونکو ته امر کړی چې د نارینه محرم پرته ښځو ته خدمات وړاندې نه کړي.

په افغانستان کې د ملګرو ملتونو مرستندوی پلاوي (یوناما) دا هم ویلي، چې پارکونو او تفریحي سیمو ته د ښځو د لاسرسي بندیز لا هم پر خپل ځای دی.

د دغه راپور له مخې، طالبانو د می په ۲۳مه د غور ولایت د لعل او سرجنګل ولسوالۍ له یوې تفریحي سیمې کورنۍ وایستلې او هغوی ته یې خبرداری ورکړ، چې د ښځو سره تفریحي ځایونو ته ولاړ نه شي.

راپور زیاته کړې، چې د می په ۱۶مه د هرات د انجیل ولسوالۍ د «پل پښتون» په سیمه کې طالبانو هغو کورنیو ډلو ته چې ښځې او نجونې پکې وې، یوې تفریحي سیمې ته د تګ اجازه ورنه کړه او یواځې د نارینه وو ډلو ته یې اجازه ورکړه چې دننه شي.

د ۲۰۲۲ کال په نومبر کې، طالبانو ښځې له پارکونو، تفریحي سیمو او عامه حمامونو څخه منع کړې.

دې ډلې د امربالمعروف او نهی عن المنکر په قانون کې د ښځو پر وړاندې محدودیتونه جرمي کړي، د ښځو د ټول بدن پوښل یې لازمي ګڼلي او غږ یې «عورت» بلل شوی دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه