وچکالي؛ کونړ کې د دېوه ګل درې خلک د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ دي

اطلاعات روز: د کونړ څوکۍ ولسوالۍ لېرې پرتې دېوه ګل درې اوسېدونکي شکایت کوي، چې په دې دره کې د وچکالۍ د زیاتوالي له امله د څښاک پاکو اوبو کچه ټیټه شوې چې دوی یې له جدي ننګونو سره مخ کړي دي.

د سیمې خلک نیوکه کوي چې نه یې تېر جمهوري حکومت او نه هم د طالبانو اوسني سرپرست حکومت د دوی ستونزو ته رسېدنه کړې او یوازې ژمنې تازه کوي.

د کونړ د څوکۍ ولسوالۍ دېوه ګل دره چې زرګونه کورنۍ پکې مېشتې دي شکایت کوي چې په وروستیو کې په دې دره کې د وچکالۍ څپه تر بل هر وخت لوړه شوې چې دوی یې د څښاک پاکو اوبو له کمښت سره مخ کړي. 

دوی وايي، د وچکالۍ له امله یې د اوبو کارېزونه او چینې وچې او د ځمکې لاندې اوبو کچه هم ټیټه شوې چې دوی یې له جدي ستونزو سره مخ کړي. 

د دېوه ګل درې قومي مشر باز محمد له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: « زمونږ په دېوه ګل دره کې وچکالي سخته زیاته شوې، د چینو اوبه وچې شوي کارېزونه وچ شوي او د ځمکې لاندې اوبو کچه هم ټیټه شوې، خلک یې له ډېرو سختو مشکلاتو سره مخ کړي، خلک لېرې لېرې ساحو ته د پاکو اوبو راوړلو لپاره ورځي.»

د دې درې اوسېدونکي وايي، د ځمکې لاندې اوبو کچې ټیټوالي له امله یې په څاه ګانو کې هم اوبه وچې شوي چې دوی د څښاک اوبو لپاره د خوړونو له اوبو ګټه اخلي چې دوی ته یې ګڼې ناروغۍ ور پیدا کړي. 

دوی نیوکه کوي چې د تېر جمهوریت ترڅنګ د طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې ورسره ګڼې ژمنې شوي، خو په خبره یې تر اوسه د دې ستونزې د حل لپاره کوټلی ګام نه دی پورته شوی چې له امله یې د دوی ستونزې ورځ بلې ته په ډېرېدو دي. 

د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې بل اوسېدونکی شېرعالم له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې وویل: «د وچکالۍ له لاسه مو په کوهیانو کې اوبه وچې شوي، د څښاک اوبو لپاره لرې خوړونو ته ورځو او کور ته اوبو راوړو، دا اوبه هم پاکې نه دي؛ خو مجبور یو څکو یې، سختې زیاتې ناروغۍ یې پیدا کړي، هر کور کې څلور پنځه کسان د ناپاکو اوبو د څښاک له وجې د خېټې په تکلیفونو اخته دي، هم په تېر حکومت کې راسره وعدې شوې وې او هم د طالبانو په تېرو څلورو کلونو کې چې د اوبو ذخیرې به جوړوو، چک ډېمونه به جوړېږي؛ خو تر اوسه یې یوه خښته په بله نه ده ایښې، یوازې وعدې تازه کوي.» 

د سیمې خلک د طالبانو پر حکومت سربېره له نړۍ‌والو مرستندویه ادارو په دېوه ګل دره کې د وچکالۍ د مخنیوي او څښاک پاکو اوبو په برخه کې د مرستې غوښتنه کوي. 

دوی اندېښنه لري که په دې برخه کې بېړني ګامونه پورته نه شي شته ستونزې به یې څو برابره زیاتې او خلک به نورو سیمو ته کډه کولو ته اړ شي. 

د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې قومي مشر صابرشاه له اطلاعات روز ورځپاڼې سره په خبرو کې زیاته کړه: «د وچکالۍ او څښاک پاکو اوبو کمښت له وجې زیاتې کورنۍ نورو سیمو ته کډوالې شوي، زمونږ پر موسساتو غږ دی چې د دې ستونزې د حل لپاره دې کوټلي اقدامات وکړي؛ ځکه دا ستونزه په زیاتېدو ده او که چېرته یې د حل لپاره ګام پورته نه شي، نو شته مشکلات به لا زیات او یو بحران به را منځته شي.» 

د کونړ د کلیو پراختیا او بیا رغونې چارو ریاست لپاره د طالبانو مسوولین هم د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل درې اوسېدونکو ستونزه مني؛ خو وايي هڅه کوي د مرستندویه موسېسو پرمټ دې ستونزې ته رسېدنه وکړي. 

د دغه ریاست طالب رييس شمس الرحمن سیلاب وايي: «دېوه ګل دره واقعاً لویه دره ده، ډېر خلک په کې اوسېږي، مونږ کوشش کوو چې د موسېساتو په همکارۍ په دې دره کې د اوبو ذخیرې او شبکې جوړې کړو؛ ترڅو د څښاک پاکو اوبو په برخه کې د خلکو ستونزې حل و فصل شي.» 

یوازې د څوکۍ ولسوالۍ د دېوه ګل دره نه ده چې خلک یې د وچکالۍ له امله د پاکو اوبو له کمښت او ستونزو سره لاس او ګرېوان دي، بلکې د کونړ ولایت مرکز اسعداباد، نورګل، سرکاڼو، خاص کونړ، نرنګ، منورې او یو شمېر نورو ولسوالیو اوسېدونکي د وچکالۍ او څښاک پاکو اوبو کمښت له جدي ننګونو سره مخ کړي او نیوکې یې دا دي چې تر اوسه یې دې ستونزو ته رسېدنه نه ده شوې. 

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه