ریچارډ بېنټ: د کډوالو ډله ییز او بېړنی راتګ د بې ثباتۍ خطر پېښولای شي

اطلاعات روز: د افغانستان په چارو کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو ځانګړي راپورچي له پاکستان څخه د افغان کډوالو د ایستلو نوې څپې ته په غبرګون کې ویلي، چې د کډوالو ډله ییزې او بېړنۍ راستنیدنې د ملاتړ اړتیاوې زیاتوي او د بې ثباتۍ خطر پېښولای شي.

نوموړي نن (چهارشنبه، ۱۵ د زمري) ایکس کې پر خپله پاڼه لیکلي، چې په زرګونو افغان کډوال د ځورونې او تاوتریخوالي له جدي خطرونو سره-سره اړ کېږي چې پاکستان پرېږدي.

بېنټ لیکلي: «داسې اقدامات په جبر د نه ستنونې اصل نقض کوي. لکه څرنګه چې د ملګرو ملتونو د پناه غوښتنې عالي کمیشنرۍ خبرداری ورکړی چې ډله ییزې او بېړنۍ راستنیدنې به د ملاتړ اړتیاوې زیاتې کړي او د بې ثباتۍ خطر رامنځته کولای شي.»

د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د «پي او آر» کارت لرونکو ته تر یوې میاشتې کم وخت ورکړی او ویلي یې دې چې د سپټمبر تر لومړۍ نیټې وروسته به په جبري توګه وایستل شي.

د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ له پاکستاني چارواکو غوښتي چې باید ډاډ تر لاسه کړي چې خپل هیواد ته د افغان کډوالو هر ډول ستنېدنه داوطلبانه، خوندي او باعزته وي.

دې بنسټ په یوه اعلامیه کې ویلي، له لسیزو راهیسې د «پي او آر» کارت لرونکي د پناه غوښتونکو په توګه پېژندل شوي او د هغوی جبري ستنول به له دې خلکو سره د پاکستان د بشرپالې تګلاې مخالفت وي او د نه ستنونې د اصل نقض ګڼل کېږي.

د پناه غوښتونکو په چارو کې د ملګرو ملتونو عالي کمیشنرۍ ویلي، چې دوی په ځانګړې توګه هغو نجونو او ښځو ته اندېښمن دي چې یوه داسې هیواد ته ستنول کېږي چېرته چې یې بشري حقونه له خطر سره مخ دي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د روان کال پر مهال له ګاونډیو هیوادونو د افغان کډوالو پراخې راستنیدنې پر بنسټیزو خدماتو، ځای او معیشت پراخ فشار راوستی دی او په افغانستان کې یې بشري کړکېچ نور هم ژور کړی.

دې ادارې خبرداری ورکړی چې ډله ییزه او بېړنۍ ستنونه به په افغانستان او سیمه کې بې ثباتي زیاته کړي.

ملګرو ملتونو ویلي، چې د روان کال پر مهال افغانستان ته تر ۲.۱ میلیون زیات کډوال راستانه شوي دي. دا کسان تر ډېره له ایران څخه ایستل شوي او دا بهیر لا هم روان دی.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه