د طالبانو د واکمنۍ څلور کاله؛ د بشر حقونو څار: دولتونو د بشري حقونو د سرغړونو پر وړاندې کارنده ګامونه نه دي پورته کړي

اطلاعات روز: پر افغانستان د طالبانو د بیا واکمنیدو د څلورمې کلیزې په درشل کې د بشر حقونو څار د یوې اعلامیې په خپرولو سره ویلي، چې د ملګرو ملتونو غړو هیوادونو په تیرو څلورو کلونو کې په افغانستان کې د بشري حقونو د جدي سرغړونو د پای ته رسولو لپاره هېڅ کارنده اقدامات نه‌ دي کړي.‏

د بشر حقونو څار نن (سې شنبه، ۱۴ د زمري) په خپله خپره شوې اعلامیه کې ویلي، چې طالبانو د ۲۰۲۱ کال د اګست پر ۱۵مه د افغانستان له نیولو راهیسې د ښځو او نجونو پر حقونو محدودیتونه سخت کړي، خبریالان یې نیولي او د ټولو مخالف غږونو په چوپولو سره یې خپلې ځپونکې کړنې زیاتې کړې دي.

دې سازمان زیاته کړې، چې افغانستان اوس د نړۍ له یو له بدترین بشري بحران سره مخ دی، چې دا بحران د بهرنیو مرستو د کمښت او له ایران او پاکستان څخه د شړل شویو ۱.۹ میلیون کډوالو له امله نور هم زیات شوی دی.

د بشر حقونو څار په سازمان کې د افغانستان څېړونکې فرشتې عباسي ویلي: «د طالبانو د واک ته د رسیدو څلورمه کلیزه د دې ډلې د ناوړه چلندونو، په ځانګړې توګه د ښځو او نجونو پر وړاندې د سختوالي یوه روښانه یادونه ده.»

هغې ټینګار کړی، چې «د طالبانو ظالمانه کړنې» باید حکومتونه دې ته وهڅوي چې د طالبانو مشرتابه او ټول هغه کسان چې په افغانستان کې د جدي جنایاتو مسؤل دي، حساب ورکوو ته راکش کړي او د دې هڅو ملاتړ وکړي.‏

عباسي ویلي: «په تېرو څلورو کلونو کې د طالبانو له‌خوا د افغانستان نیولو نړیوالې پایلې ورځ تر بلې څرګندې شوي. حکومتونه باید پر طالبانو فشار راوړي چې خپلو ناوړه چلندونو ته د پای ټکې کېږدي، او هم‌مهاله د افغانستان بشري ناورین ته رسېدنه وکړي. هېڅ هېواد باید هېڅ افغان وګړی په زوره بېرته افغانستان ته ونه شړي.»

د بشري حقونو څار سازمان همدارنګه ټینګار کړی، چې اروپايي ټولنه باید د افغانستان لپاره په خپل کلني پریکړه لیک کې چې د سپتمبر په میاشت کې د ملګرو ملتونو د بشري حقونو شورا ته د تصویب لپاره وړاندې کیږي، د حساب ورکولو یو جامع میکانیزم د رامنځته کولو وړاندیز وکړي.

د طالبانو د واکمتۍ په څلورو کلونو کې لا هم افغانستان کې د شپږم ټولګي څخه پورته نجونې له زده کړو او ښځې له تحصیل څخه محرومې دي.

دغه راز ښځې د کار کولو، د تګ راتګ ازادۍ او عامه ځایونو او خدماتو ته د لاسرسي په برخه کې هم له سختو محدودیتونو سره مخ دي.

د بشري حقونو څار سازمان یادونه کړې، چې د ښځو پر حقونو محدودیت نه یوازې د هغوی بنسټیز حقونه تر پښو لاندې کړي، بلکې بشردوستانه مرستو او روغتیايي خدماتو ته د هغوی لاسرسی هم محدود شوی دی.‏

طالبانو په ۲۰۲۴ کال کې د «امربالمعروف او نهې عن المنکر» په نوم د سختو چلندونو ډک یو قانون وړاندې کړ، چې د خلکو د جامو په ډول او چلند څارنه کوي. د دغه قانون پلي کوونکو طالبانو څو ځله ښځې او نجونې د هغوی د جامو د ډول له امله نیولې دي.‏

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه