کونړ کې د جګړې پر مهال پنځه دولتي سرتیري او ۲۸ طالبان وژل شوي

اطلاعات روز: چارواکي وايي، وړمه شپه وسله والو طالبانو د کونړ ولایت چپې درې ولسوالۍ کې پر ځینو امنیتي پوستو ډله‌ییز بریدونه کړي وو، چې د دواړو لوریو ترمنځ د تېرې ورځې تر مازیګره جګړې شوي دي.

د ملي پوځ د دویېمې پلې لوا مطبوعاتي مسوول شاهد ساپي نن (یکشنبه، ۱۵ د وري) اطلاعات روز ورځپاڼې ته وویل، دغې جګړې کې د ملي پوځ پنځه سرتیري او ۲۸ طالبان وژل شوي او دغه راز درې سرتیري او ۷ طالبان ټپيان شوي دي.

ساپی وویل، دغه جګړه د کونړ د چپې درې په ګلسلک، تره نیک او کرنل سیمو کې شوې ده، چې د جګړې پرمهال د ملي اردو له توپچي او هوايي قوې کار اخیستل شوی دی.

ساپي زیاته کړه: «کونړ کې د وسله والو طالبانو او افغان ځواکونو ترمنځ جګړه کې پنځه افغان سرتیري وژل شوي او همدارنګه ۲۸ وسله وال طالبان وژل شوي دي.»

هغه وایې، دغې جګړې کې د کونړ لپاره د وسله والو طالبانو د استخباراتو مسوول هم ژوبلېدلی دی، خو طالبانو په دې اړه څه نه دي ویلي.

د سیمې اوسېدونکي ګل خان بیا اطلاعات روز ورځپاڼي ته وویل، د شنبې ورځې جګړه کې طالبانو د پوستو ترڅنګ هغې قطار ته هم کمین نیولی و، چې تازه دمي سرتیري یې جګړې ته وړل.

هغه وایې، په یادې جګړې کې دواړو لوریو ته د مرګ – ژوبلې اوښتو تر څنګ وسله والو ځینې سرتیري ژوندي هم وړي دي.

طالب ویاند ذبېح الله مجاهد اطلاعات روز ورځپاڼې سره اړیکه کې وویل، چپې درې په ګلسلک او کرنل سیمو کې یې پر ځینو حکومتي پوستو بریدونو کې ۱۲ سرتیري وژلي او پنځه یې ژوندي نیولي دي.

طالبانو ویلي، دوی د حکومت د یوې پوستې د سقوط کولو تر څنګ ځینې وسلې او مهمات هم له ځانه سره وړي دي، خو حکومتي غاړه د طالبانو دا ادعا ردوي.

د سولې خبرو سره هم‌ مهاله ټول هېواد کې د جګړو او تشدد پېښو زور اخیستی. حکومت او طالبان دواړه یو پر بل نیوکې کوي، چې جګړې تودوي او د سولې پر وړاندې خنډونه جوړوي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه