د رشک د اوسېدونکو شړل؛ طالبانو د بامیانو په پنجاب کې یوه ښځه نیولې ده

Exclusive

اطلاعات روز: په بامیانو کې سرچینې وایي چې په دې ولایت کې د طالبانو والي عبدالله سرحدي د پنجاب ولسوالۍ د رشک د اوسېدونکو پر خلاف د کوچیانو د دعوې په تړاو دې ولسوالۍ ته تللی دی او هڅه کوي چې د کوچیانو د دعوې مقابل لوری ونیسي.

یوې سرچینې ویلي چې د رشک کلي نارینه تښتېدلي، خو طالبان غواړي چې د هغوی نجونې او ښځې ونیسي، تر څو نارینه ورته ځانونه وسپاري.

د سرچینې په وینا، طالبانو تر اوسه یوه ځوانه نجلۍ د عوض د لور په نوم نیولې. البته د سرچینو په وینا، دا د عوض لور نه ده.

د یادونې وړ ده چې د کوچیانو د دعوې په وړاندې له رشک کلي څخه د عوض په نوم یو تن دعوه پر مخ وړي.

د رشک کلي اوسېدونکي د پنجاب ولسوالۍ په «پشته غرغري» سیمه کې له کوچیانو سره د ځمکې پر سر دعوه لري او طالبانو دا دعوه د کوچیانو په ګټه فیصله کړې او له ځایي بومي اوسېدونکو یې غوښتي چې له خپلو کورونو کډه بار کړي.

سره له دې چې د رشک اوسېدونکي له خپلو کورونو کوچېدلي دي، مګر تر اوسه یې د طالبانو پرېکړه نه ده منلې او ځیني یې لا هم په کلي کې دې تر څو خپل کرنیز حاصلات راټول کړي.

په بامیانو کې یوې سرچینې اطلاعات روز ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو والي نن (یکشنبه، ۱۲ د زمري) تر غرمې وړاندې د پنجاب ولسوالۍ سپین ږیري د ولسوالۍ مرکز ته غوښتي وو.

د سرچینې په وینا، د طالبانو والي له سپین ږیرو غوښتي چې د رشک ځمکې د کوچیانو په ګټه فیصله کړي او د دې پرېکړې په پای کې لاسلیک وکړي او ګوتې ولګوي؛ خو د پنجاب ولسوالۍ سپین ږیرو او مخورو ویلي چې محکمه باید حق حقدار ته وسپاري، فیصله د دوی کار نه دی. سرچینې ویلي چې سپین ږیرو د والي غوښتنه ونه منله او غونډه یې پرېښوده. د سرچینې په وینا، تر دې وروسته د طالبانو والي څلور رینجر موټرونه رشک کلي ته ولېږل.

سرچینې ویلي چې رشک کلي ته د طالبانو د غړو تر رسېدو وړاندې د کلي ټول اوسېدونکي غرونو ته ولاړل. سرچینې ویلي چې د طالبانو والي «په رشک کې وحشت او وېره خپره کړې ده.»

سرچینې ویلي چې د طالبانو غړي پر موټرسایکلو سپاره په غرونو کې د رشک کلي په سړیو پسي ګرزي.

سرچینې همدا راز ویلي چې طالب ځواکونو له ځان سره ښځینه مامورینې هم راوستلې دي او غواړي چې د کلي ښځې ونیسي، تر څو نارینه ورته ځان وسپاري.

د سرچینې په وینا، طالبانو د عوض دانش د لور په نوم یوه بله نجلۍ نیولې ده، تر څو نوموړی خپل ځان طالبانو ته تسلیم کړي.

د سرچینې په وینا، طالبان غواړي چې پر دې پرېکړه د دې کلي د اوسېدونکو لاسلیک واخلي.

کوچیانو پنځه کاله وړاندې د رشک د کلي پر کرنیزو ځمکو دعوه کړې وه، خو ونه توانېدل چې دا ځمکې لاندې کړي.

واک ته د طالبانو تر بیا رسېدو وروسته، کویچانو یو ځل بیا د رشک پر اوسېدونکو دعوه وکړه او طالبانو دا دعوه د دوی په ګټه فیصله کړه.

د رشک اوسېدونکو د دې پرېکړې په وړاندې اعتراض وکړ، خو طالبانو نه یوازې دا چې دا اعتراض وانه ورېد بلکې په ځلونو یې د کوچیانو مقابل لوری نیولی او وهلي دي.

طالبان څو اونۍ وړاندې رشک ته د فیصلې د پلي کولو په موخه ولاړل، د دې کلي د بومي اوسېدونکو کورونه یې خالي کړل او قلفونه یې ورته واچول.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه