ګوتریش: د افغانستان خلګ له سترو ننګونو سره مخ دي

Photo: @UN_Spokesperson

اطلاعات روز: د ملګرو ملتونو عمومي منشي په قزاقستان کې د «مرکزي اسیا او افغانستان لپاره د ملګرو ملتونو د پایداره پرمختیایي اهدافو د سیمه‌ییز دفتر» د جوړولو په مراسمو کې چې د دې مرکز د توافق‌لیک د لاسلیکولو په موخه رابلل شوي و، وویل چې د افغانستان خلګ له سترو ننګونو سره مخ دي.

ښاغلي ګوتریش په دې مراسمو کې چې نن (یکشنبه، ۱۲ د زمري) د قزاقستان په الماتي ښار کې جوړ شوي و، وویل چې د افغانستان خلګ له ژور فقر، پراخې بې ځایه کیدنې، زلزلو، اقلیمي شاکونو او سخت بشرپالي وضعیت څخه کړېږي.

ده ویلي: «دوی د سولې، ثبات او ښې راتلونکې وړ دي.»

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې د دې سازمان سیمه‌ییز مرکز به «د افغانستان د پایداره ودې ملاتړ کوي؛ البته د ښځو او نجونو د حقونو په شمول بشري حقونو ته په درناوي او همدا راز به [یاد مرکز] پر اقتصادي ځان بساینې، سولې او انساني کرامت متمرکز وي».

انتونیو ګوتریش ویلي چې د بل هر ځای په پرتله له افغانستان څخه د هیوادونو بېړني ملاتړ ته اړتیا ده او له قزاقستان څخه یې مننه کړې چې د افغانستان د ودې په برخه کې همکاري کوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې د مرکزي اسیا او افغانستان لپاره د دې سازمان مرکز د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې د دستور پر اساس جوړېږي.

ده ویلي: «دا مرکز به دولتونه، د ملګرو ملتونو ډلې، مدني ټولنه، پوهنتونونه، خصوصي سکتور، سیمه‌ییز سازمانونه او مالي بنسټونه را یو ځای کړي؛ تر څو د هیوادونو په محوریت سره همغږې هڅې وکړي او زموږ د وخت ځینو مهمو ستونزو ته لکه اقلیمي بدلونونو، کم آبۍ، د ځوانانو بې‌کارۍ، جنسیتي نابرابرۍ او ډیجیټل محرومیت ته پام وکړي.»

د ملګرو ملتونو د عمومي منشي د خبرو له مخې، دا مرکز به د مېشتو همغږي کوونکو او د ملګرو ملتونو د هیوادنیو ډلګیو په همکارۍ د هغو اهدافو د ژر تر لاسه کولو په برخه کې مرستندوی وي چې تر ۲۰۳۰ کال پورې په مرکزي اسیا او افغانستان کې ټاکل شوي دي.

ده د مرکزي اسیا په اړه هم خبرې کړې دي او ویلي یې دې چې په مرکزي اسیا کې اقلیمي بدلونونو اوبیزې سرچینې کمې کړې دي، طبیعي کنګلونه یې ویلي کړي او طبیعي ناورینونه پېښوي.

د ملګرو ملتونو عمومي منشي ویلي چې د آرال ډنډ کوچني کېدل په دې سیمه کې د دې چاپېریالي ناورین یادونه کوي.

ده له قزاقستان څخه د دې مرکز د کوربتوب له امله مننه کړې او ویلي یې دې چې دا مرکز کولای شي دا مرکز کولای شي په وچه کې د راګیرو ملتونو له هیلو سره مرسته وکړي چې تر جغرافیې محدود نشي، بلکې همکاري او سیمه‌ییزې حل‌لارې پیاوړې کړي.

د قزاقستان جمهوري ریاست په وروستیو کلونو کې اعلان کړی و چې په مرکزي اسیا او افغانستان کې د پایدارې ودې لپاره د ملګرو ملتونو سیمه‌ییز دفتر د ملګرو ملتونو د عمومي غونډې په تصویب سره په دې هیواد کې جوړېږي.

د قزاقستان جمهوري ریاست ویلي و چې په دې مرکز کې د افغانستان اقتصادي ودې ته ځانګړې پاملرنه شوې؛ ځکه چې د دې هیواد د وګړو ثبات او وده په مرکزي اسیا کې له امنیت او ودې سره مستقیمه اړیکه لري.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه