د بشر حقونو څار: طالبان د ښځو د بشپړ اطاعت په هڅه کې دي

اطلاعات روز: د بشر حقونو څار سازمان د یو راپور په خپرولو سره ویلي، چې طالبان د «بد حجابۍ» په تور د ښځو او نجونو په نیولو سره فزیکي او رواني تاوتریخوالی کوي او د دې ډلې هدف دا دی چې په سیستماتیک ډول د ښځو خپلواکي او بشپړ اطاعت له منځه یوسي.

په دې راپور کې چې نن (دوشنبه، ۶ د زمري) خپور شوی د بشر حقونو څار سازمان اشاره کړې، چې د جولای له ۱۶مې راهیسې طالبانو د افغانستان په پلازمېنه کابل کې لسګونه ښځې او نجونې د حجاب د قوانینو څخه د سرغړونې په تور نیولې دي.

دې سازمان ویلي، چې د نیولو دا څپه د ښځو د خپلواکۍ په اړه د طالبانو د دوامداره ظالمانه برید ښودنه کوي، کوم چې په ټول افغانستان کې د ښځو او نجونو لپاره ویره او ډار رامنځته کوي.

د بشر حقونو څار سازمان په وینا، وروستي نیول د امربالمعروف د ظالمانه قانون پلي کول دي، چې ښځې باید د مخ په ګډون په عامه ځایونو کې خپل ټول بدن پټ کړي.

مستعار نومې سارا د بشري حقونو څار ادارې ته ویلي: «اوس مهال په افغانستان کې د بد حجابۍ په نوم هیڅ شی شتون نه لري. خو مهمه نه ده چې طالبان څومره محدودیتونه وضع کړي، ښځې او نجونې بهر ته ځي او خپل حجاب ته ډول او رنګ اضافه کوي. داسې ښکاري چې دا   طالبانو خپله ستونزه ده.»

د بشر حقونو څار د راپور لیکوال په باور، د افغانستان ښځې او نجونې سره له دې چې له سخت ظلم او ستم سره مخ دي، لا هم د نارینه‌سالارۍ پر ضد او د خپل بدن د مالکیت او واک لپاره مبارزه کوي.

په دې راپور کې راغلي چې طالبان هڅه کوي د ښځو پر بدن او هویت د کنټرول له لارې خپل نارینه‌سالار واک پیاوړی کړي او د یوې جنس‌پالې اخلاقي مرجع په توګه عمل وکړي او غواړي ښځې او نجونې له ټولنیز ژوند څخه هرڅومره ډېر وشړي او منزوي یې کړي.

د بشر د حقونو د څار سازمان په وینا، د طالبانو دا کړنې د هغه پراخ سیستم یوه برخه ده، چې د ښځو د حقونو مدافعین او د ملګرو ملتونو کارپوهان یې «جنسیتي اپارتاید» بولي.

طالبانو پر افغانستان د ولکې ټینګولو وروسته د ښځو پر حقونو او آزادیو سخت بندیزونه لګولي دي. دغې ډلې د شپږم ټولګي پورته نجونې له زده کړو منع کړي، ښځو ته اجازه نه ورکوي چې له کوره بهر کار وکړي او همدارنګه ښځې او ځوانې نجونې د نارینه سرپرست پرته له سفر کولو منع شوې دي.

د بشري حقونو څار اداره وايي، هرکله چې ښځې د دې ښځو ضد قوانینو د مخنیوي لپاره لاره ومومي، طالبان نور هم سخت چلند کوي.

د ساره خور، ناهيد ویلي: «مهمه نه ده چې چارواکي (طالبان) کوم تکتیکونه یا زور کاروي، موږ به بیا هم د وتلو لارې ومومو. موږ نه شو کولای په کور کې بندیانې پاتې شو.»

د بشر حقونو څار سازمان ویلي، چې د طالبانو د ناوړه چلند له ډېرېدو سره نړیواله ټولنه زیاتره وخت یا خاموشه پاتې شوې او یا یې ان داسې زیان‌وړ ګامونه اخیستي چې د دغه چلند د عادي کېدو لامل ګرځي، لکه د روسیې وروستی پرېکړه چې غواړي یوازینی هېواد شي چې طالبان په رسمیت پېژني، چې د همدغو تاوتریخوالو د عادي کولو یوه بېلګه په ګوته کوي.

دې سازمان ټینګار کړی، چې هر هغه هیواد چې د ښځو، نجونو او د دوی حقونو ته پام کوي باید د افغان میرمنو د ساتنې لپاره ډیر څه وکړي.

د بشر حقونو څار سازمان غوښتنه کړې چې نړیواله ټولنه دې د ښځو د هغې غوښتنې ملاتړ وکړي، چې غواړي «جنسیتي اپارتاید» د یو نړیوال جنایت په توګه وپېژندل شي.

از روزنامه‌نگاری مستقل حمایت کنید

محدودیت‌های گسترده بر رسانه‌ها و فضای عمومی در افغانستان، دسترسی شهروندان به اطلاعات مستقل را محدود کرده است. در چنین شرایطی، «اطلاعات روز» متعهدانه و مستقل به کار خود ادامه می‌دهد تا حقیقت قربانی خاموشی و فراموشی نشود.

ما وابسته به هیچ قدرتی نیستیم و تنها برای مردم می‌نویسیم.

مأموریت ما افشای فساد، بازتاب صدای سرکوب‌شدگان، تقویت پاسخگویی صاحبان قدرت، و پشتیبانی از چشم‌اندازی است که در آن همه شهروندان افغانستان از حقوق و آزادی‌های برابر برخوردار باشند و در صلح زندگی کنند.

خبرنگاران ما در شرایط دشوار و گاه خطرناک فعالیت می‌کنند تا گزارش‌های دقیق، منصفانه و مبتنی بر واقعیت منتشر شود و روایت‌های مردم به حاشیه رانده نشود. تداوم این کار، به حمایت مخاطبان و حامیان مستقل وابسته است.

هر کمک، فارغ از میزان آن، به ادامه روزنامه‌نگاری مستقل کمک می‌کند. اگر امکان کمک مالی ندارید، همرسانی این درخواست و تشویق دیگران به حمایت نیز سهمی مهم در تقویت این مسیر دارد.

در کنار حقیقت بایستید
از اطلاعات روز حمایت کنید

برای حمایت اینجا کلیک کنید
دا مقاله شریکه کړئ
بدون دیدگاه